د لوړو زده کړو وزارت د اوبو او استوګنیز چاپېریال ریس معرفي شو

د لوړو زده کړو وزارت د اوبو او استوګنیز چاپېریال ریس معرفي شو

د افغانستان د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د څیړنو ملي مرکز تر نامه لاندې نوی ریاست د لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې جوړ او دوکتور محمد وسیم اقبال یې د سرپرست په توګه ور وپیژندل شو.

په هغه ناسته کې چې په دې تړاو د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې تر سره شوه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر خان محمد تکل، د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهاند وحید الله مومند، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال محمد سعید کاکړ او د مرکزي ادارو یو شمیر رئیسانو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د اوبو په برخه کې د څیړنو تر سره کول، د اوبو مدیریت او په چاپیریال او اقتصاد د هغوی تأثیرات د هیواد له اساسي اړتیاوو څخه وبلل او ویې ویل: «یو کال یا څه کم او زیات وشو چې د هیواد د اوبو د حوزو د څیړنو په طرحې باندې د علمي کادر غړو سره مو کار کول او په دې تړاو د نظرونو له تدوین وروسته د جمهوري ریاست لوړ مقام ته مو وړاندیز وکړ؛ چې له نیکمرغه ومنل شو او نن ورځ یې دادی کار پیلیږي».
د لوړ زده کړو وزیر وویل: « په هیواد کې د اوبو د سرچینو او د هستوګنیز چاپیریال په اړه د علمي څیړنو ځای خالي دی او افغانستان جدې اړتیا لري تر څو د اوبو په ۵ حوزو کې علمي څیړنې تر سره کړي او دغه څیړنې د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د مدیریت په زمینه کې د نړیوالو معتبرو ژورنالونو له لارې په نشر ورسوي».
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د افغانستان د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د څیړنو ملي مرکز نوی سرپرست دوکتور محمد وسیم اقبال د هیواد له علمي شخصیتونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې هغه د اوبو او هستوګنیز چاپیریال څیړنو په ډګر کې د تجربې لرونکی دی او له دې نه مخکې یې هم په علمي څیړنیزو چارو کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام سلاکار په توګه وظیفه تر سره کوله.
د ناستې په اوږدو کې د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر خان محمد تکل هم په دې مناسبت خبرې وکړي او ویې ویل چې د هیواد د اوبو مدیریت په ډګر کې د څیړنو ترسره کول، د اقتصاد، کرنې او حتا د صحت په ډګر کې د پرمختګ او ترقۍ زمینه برابروي.
وروسته په علمي څیړنیزو چارو کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام سلاکار او د افغانستان د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د څیړنو ملي مرکز سرپرست دوکتور محمد وسیم اقبال د جمهوري ریاست له مقامه او لوړو زده کړو وزارت څخه په مننې وړاندې کولو سره وویل، چې نوموړي له هیواد څخه بهر د اوبو د مدیریت په لویو پروژو باندې څیړنه کړې ده او له هغو تجربو څخه په ګټې اخیستنې، په پوره جدیت او ریښتینولۍ سره به خپل هیواد ته کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «په دریو څانګو کې به لکه د هیواد د اوبو او هستوګنیز چاپیریال مدیریت د کیفیت او وړتیاوو په اساس، تولیداتو، څیړنو او د ملي ژورنالونو را منځته کولو او همدارنګه له نړیوالو معتبرو ژورنالونو څخه ددې مقالو نشرولو او په دې برخه کې د متخصصو څيړونکو تشويقولو او ورته زمينه برابرولو برخه کې به کار وکړو”.
د ناستې په پای کې د لوړو زده سرپرست وزیر او علمي مرستيال پوهنمل عبد التواب بالاکرزي د جمهوري ریاست د لوړ مقام د حکم په اساس، د ګډون والو په وړاندې محمد وسیم اقبال د اوبو او هستوګنیز چاپیریال د څیړنو ملي مرکز سرپرست په توګه رسماً معرفي کړ.
د یادونې وړ ده چې ډاکټر محمد وسیم اقبال د نوې دندې ترڅنګ به، په علمي څیړنیزو چارو کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام سلاکار په توګه خپله دنده مخته وړي.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t