پوتین په اساسي قانون کې بدلون راوړلو سره روسان حیران کړل

پوتین په اساسي قانون کې بدلون راوړلو سره روسان حیران کړل

ولایمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ په اساسي قانون کې د بدلون راوړلو په وړاندیز روسان حیران کړل. د ښاغلي پوتین په وړاندیز کې د دولتي شورا نه پارلمان ته د واک لیږد هم شامل دی. دا به لومړنی بدلون وي چې د روسیې په اساسي قانون کې رامنځ ته کیږي، دغه قانون په ١٩٩٣ کال کې د بوریس یالتسین د واکمنۍ پر وخت جوړ سوی دی بل لورته پوتین وایې، نه غواړي چې روسیه بیرته د شوروي اتحاد د واکمنۍ په څیر زمانې ته لاړه سي چې واکداران به د ځای ناستي پرته د کار په دفتر کې مړه کیدل.
دهغه دا پریکړه دده نیږدې خواخوږي روسی صدراعظم دیمیتري مډویډیف استعفی ته اړ ایست او له واکه لاس په سر سو. د صدراعظم له استعفی وروسته ښاغلي پوتین د روسیې د مالیاتو پوه چارواکی میخائیل میشوستین د نوي حکومت په جوړولو مامور او د پنجشنبې په ورځ یې په رسمي توګه د صدراعظم په توګه معرفي کړ.

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t