د یوه ماشوم د قتل په جرم دوه تنو ته د اعدام سزا واورول سوه

د یوه ماشوم د قتل په جرم دوه تنو ته د اعدام سزا واورول سوه

کابل استېناف محکمې د اسماعیل او نبي جان په نومونو
دوه تنه د یوه ماشوم د اختطاف او قتل په جرم په اعدام محکوم کړل د افغانستان د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخي دغه دو تنو د روان کال د زمري په میاشت کې یو ۱۳ کلن ماشوم د فیضل په نوم د کابل ښار د اتمې حوزې څخه تښتولی او وروسته یې په بدل کې د فیصل د خوشي کیدو د هغه له کورنۍ څخه ۱۰۰۰ ډالره غوښتي و لویه څارنوالي وايي چې د دوی او کشفي ارګانونو د معلوماتو په اساس یادو کسانو دغه ماشوم تر تښتولو وروسته وژلی و تر دې وړاندي دغو کسانو د کابل ښار د ابتدايي محکمې لخوا هم د یاد جرم له امله په اعدام محکوم سوي و. موظف قاضي نن وویل، چې یاد کسان د تمیز غوښتنه کولی سي.
په هیواد کې د ماشوم تښتوني او د خوشي کیدو په بدل کې یې روپۍ غوښتل دا ډول جرمونه زیات سوي چې په اړه یې زیاتي کورنۍ په اندیښنې کې دې.

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t