پاکستان کې د اوړو کمښت خلګ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

پاکستان کې د اوړو کمښت خلګ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

په پاکستان کې د اوړو د کمښت خلګ له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان کړې پاکستان کې ډوډۍ پخونکي وایې که چیري اوړه د پخوا په څیر په ټیټه بیه تر لاسه نکړي نو دوي به سر له سبا دوشنبې څخه کاري اعتراض اعلان کړي. په ګڼو ښارونو کې د اوړو د پیرودونې لپاره ګن شمیر کتارونه تر سترګو کیږي له دې سره ځایي وګړي وایې چې د اوړو نرخ هم ډیر سوی او یوه ۲۰ کیلویي بوجۍ ۱۰۰ پاکستانۍ کالداري بیه لوړه سوې بل لورته بلوچستان کې د دولتي ژرندو مسول عاصم رضا وایې چې په پنجاب کې اوړه کم سوي نه دي خو په خبره یې د پنجاب سره یې د موټرو د تګ را تګ بندیدل، د اوړو په بیه کې تغیر راوستلی. که څه هم ښاغلی رضا ټينګار کوي چې په پنجاب کې د اوړو کمى نشته، خو په ورته وخت کې رسنیو سره خبرو کې يې منلې چې درې لکه ټنه غنم يې له بهره راغوښتي دي.

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t