چین سره د دوستۍ کلیزه ونمانځل شوه

چین سره د دوستۍ کلیزه ونمانځل شوه

  د افغانستان اسلامي جمهوریت او د چین د خلکو جمهوریت د سیاسي اړیکو ۶۵ مه کالیزه، نن د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۲۹ مه نېټه چې د دواړو هېوادونو لوړپوړو مقاماتو او په کابل کې استوګن دوستو هېوادونو سفیرانو پکې ګډون کړی ؤ، په بهرنیو چارو وزارت کې ونمانځل شوه.

په دې مناسبت بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او چین د اړیکو په اړه د علمي سیمینار او د ماښامنۍ مېلمستیا د دوو پروګرامونو کوربني وکړه.

په یاد سیمینار کې دوو تنو چینايي پوهانو د افغانستان او چین په اړه خپلې لیکنې وړاندې کړې. او همدغه راز د بهرنیو چارو وزارت د ستراتژیکو مطالعاتو مرکز، د کابل د پوهنتون او د افغانستان او چین ځينو ځېړونکو له خوا هم مقالې ولوستل شوې. په یوه جلا برنامه کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مقاماتو او په کابل کې د دوستو هېوادونو د سفیرانو په ګډون د مېلمستیا محفل ترتیب شوی ؤ.

د یادولو وړ ده چې افغانستان هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې د چین نوَی دولت ېې، چې د هغه هېواد د کمونیست ګوند په مشری د ۱۹۴۹ په اکتوبر کې تاسیس شوی ؤ، په ۱۹۵۱ کال کې په رسمیت وپېژاند او دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۵۵ کال د جنورۍ په ۲۰ مه ډېپلماتیکې اړیکې ټینګې شوې.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t