کروندګر: په کمه بیه د پنبې حاصیلات په نورو ولایتونو کې پلورو

کروندګر: په کمه بیه د پنبې حاصیلات په نورو ولایتونو کې پلورو

د هلمند ولایت د پنبې کروندګر وایي د بست تصدي د پنبې د فابریکې د نه فعالیت په وجه خپل حاصلات په کمه بیه په نورو ولایتونو کې پلورو چې بیا پاکستان ته وړل کیږي بل لورته د بست تصدۍ مسولین وایې د بست تصدۍ فابریکه د پنځو کالو راهیسې د پنبې پیرودل درولي دي. د فابریکې مسؤلین وایي ماشینونه یې جوړ دي، خو د پنبې پیردلو لپاره بودجه نلري.د دوی په وینا دا کار ددې سبب سوی چې کارګران یې بیکاره سي او کروندګرو ته هم تاوان ورسیږي د تصدۍ ددستګاه مسول عبدالباقي وایې ولسمشر ددغې فابریکې سره د ۳۰۰ میلونو افغانیو ژمنه کړې وه خو لا یې تر لاسه کړې نه ده د عبدالباقي په خبره ددغو پیسو په تر لاسه کولو سره به د پنبې پیرودل پیل کړي او فابریکه به بیا پرانیستل سي، د بست تصدۍ فابريکه چې اوس پنبه نه پیري تر دوو کلونو پورې یې پیرودل سوې پنبه پروسس کړه چې وروسته بیا فابريکه په ټپه ودرېده. مسؤلين وايي که څه هم فابريکه کومه تخنيکي‌ ستونزه نه لري خو د پنبې د اخیستلو لپاره کافي بوديجه نسته.

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t