داسي یو ساعت چې سیستم یې په پښتو ژبه ده

داسي یو ساعت چې سیستم یې په پښتو ژبه ده

امریکا کې یو افغان اتل امین داسي یو ساعت جوړ کړی چې سیستم یې په پښتو ژبه ده د ښاغلي اتل امین ددې ساعت په صفحه د افغانستان د ملي بیرغ سربیره د ځینو اتلانو انځورونه هم ځای پر ځای سوي د امین په خبره ددغه ساعت ټول سیسټم او سافټویر په پښتو ژبه دي د يادونې وړ ده چې اتل امین د دې ساعتونو ۳۰ سلنه ګټه د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو کورنيو ته ځانګړې کړې ده، د نړۍ دغه لومړی پښتو ځیرک ساعت سمارټ واچ او اتل نړېوال ساعتونه به ‌‌‌‌‌‌ډير ژر په کور دننه افغانستان کې هم خلک ترلاسه کولی سي.




t