د پکتیا پولیسو یو طالب وسله وال نيولی دی

د پکتیا پولیسو یو طالب وسله وال نيولی دی

د پکتیا پولیسو ګردیز ښار کې یو طالب نیولی دی. د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي چې نن ورځ د تروریزم ضد پولیسو ګردیز ښار کې د پلټنو پر مهال یو طالب نیولی دی. تبسم زیاتوي چې نیول شوی طالب سیدالرحمن نومیږي په خپل جرم یې اعتراف کړی او دا مهال تر څیړنو لاندې دی.




t