استرالیا کې یو افغان ځوان داسې لاسي ساعت جوړ کړی، چې سیستم یې په پښتو ژبه دی

استرالیا کې یو افغان ځوان داسې لاسي ساعت جوړ کړی، چې سیستم یې په پښتو ژبه دی

دغه ساعت چې د اتل امین په نوم یو کس جوړ کړی د کنړ ولایت وټپور ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په کې د افغانستان د ملي بېرغ سربېره د ځینو ملي اتلانو انځورونه هم ځای پر ځای شوي دي.
د ده په خبره د دغه ساعت ټول سیستم او سافټویر په پښتو ژبه دی.
د يادونې وړ ده چې د دې ساعتونو ۳۰%سلنه ګټه د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو کورنيو ته د اتل امین له خوا ځانګړې شوې چې د پوهاند رسول امین خیریه بنسټ به وسیله به د هیواد کلیو او باڼډو کې مستحقو کورنیو ته ورسیږي
چې دا کار د افغانستان امنيتي ځواکونو لپاره يو ستر وياړ دی.



ساينس او ټکنالوژي معلوماتي
t