ننګرهار کې محصلینو او استادانو ته د چاپېريال ساتنې په موخه عامه پوهاوی وشو

ننګرهار کې محصلینو او استادانو ته د چاپېريال ساتنې په موخه عامه پوهاوی وشو

ننګرهار ولایت چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو جلال اباد ښار کې د مومن طبي علومو انيستيتوت سلګونه محصلينو او استادانو ته د چاپېريال پاک ساتلو او همکارۍ په موخه عامه پوهاوی وکړ.

همدا راز په ياد انيستیتیوت کې د چاپېریال ساتنې لس کسیزه رضا کاره شورا ایجاد شوه، چې د طرزالعمل مطابق به د چاپېریال ساتنې په برخه کې فعاله ونډه ولري.

د غونډې په پای کې د محصلینو پوښتنو ته د مسؤلینو لخوا ځوابونه وویل شول او هم د نوموړې ادارې مسؤلینو او ګډونوالو د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.

بل لور ته د ننګرهار ولايت د چاپېريال ساتنې رياست د څار او پلټنې مديريت کارمندانو د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند د قصبې په ساحه کې د مختلفو فعليتونو څخه د نظارت په موخه ليدنه ترسره کړه.

په ياده سيمه کې د هغو سقاوو او نانوايانو مسئولينو، چې د لرګيو او غوړينو موادو څخه يې د سون په توګه کار اخيسته او د هوا د ککړتيا او يو شمېر نورو چاپېريالي ستونزو لامل ګرځيده فعاليت کوونکوڅخه ليکلي ژمنې واخيستل شوې او شل ورځې وخت ورکړل شو تر څو د لرګيو او غوړينو موادو د سوځولو پرځای له ګازو څخه استفاده وکړي.




t