کندهار کي اورلګېدني ۷۰ لکه ډالره زيان واړوئ

کندهار کي اورلګېدني ۷۰ لکه ډالره زيان واړوئ

د کندهار ښار په لومړۍ حوزه کي د تېري شپې اورلګېدني اویا لکه ‌‌‌‌‌‌ډالره زیان اړولی.
دغه اورلګېدنه د بېټریو، پرزه جاتو، ټوپانو، رنګونو، مبلینو او نورو توکو په اتو دوکانونو او یولسو ګدامونو کي سوې.
اورلګېدنه د ګاز له امله لومړۍ د بېټریو په یوه دوکان کي سوې او بیا نورو دوکانونو ته وغځېدل.
په اور وژلو کي د اطفائيې ترڅنګ د حاجي عبدالخالق په نوم غریبو کورنیو ته اوبه ورکوونکي زیات کومک کړي.




t