ماوراء النهر يا Transoxiana چيري دی؟

ماوراء النهر يا Transoxiana چيري دی؟

دا هغه سیمې ته وایې چې دجیحون ( امو سیند ) او سیحون ( Syr Darya) ترمینځ پرته ده او عربو فاتحینو دغه نوم پر دغې سیمې ایښودلی و چې معنایې ده دسیند نه پورې خواته .په فارسي ژبه یې ورارود بولي اوزیاتره برخه یې نن دازبکستان په هیواد پورې اړه لري.

ختلان، کش، نخشب، بخارا، سمرقند، فرغانه، چاچ او ترمذ ددغې سیمې مشهورې برخې دي.

داسیمه یووخت دسترواسلامي عالمانواو محدثینو او اسلامي فرهنګ یوه مهمه برخه وه چې ډیر عالمان پکې پیداشوي ووچې په هغو کې امام بخاري او امام ترمذي ډیر مشهور دي.

منډيګک

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t