وارده اصطلاحات/ مقاله

وارده اصطلاحات/ مقاله

(تنګ نظره دى)، (د باور فضا ختمه ده)، (موسى به دين خود و عيسى به دين خود)، ( پښتانه پنځوس سلنه په اسلام کې شامل ندي)، ( افغانستان تبعيض تباه کړ)، (افغانستان د دوو کليمو جوړ دى افغان د فغان څخه اخيستل شوى د ژړا په مانا ده او ستان د اوسېدو ځاى يعنې د ژړاګانو د اوسېدو ځاى)… نور تاسې وليکئ!

جګړې په دوه ډوله دي:
_عسکري(نظاميي) جګړه: چې د دې جګړې لپاره په هېواد کې تر ۶ ډلو پورې کار کوي او دا ډول يې مخته وړي.

_ فکري(تبليغاتي) جګړه: چې د دې جګړې لپاره په هېواد کې تر څلور زرو ډلو پورې کار کوي. افکار له مينځه وړي، ذهنيتونه خرابوي، وطنوال مې راته د وطن دښمن ګرځوي خو زموږ ملت نه پوهېږي چې دا پيچکاري ورته چا وکړه؟ آيا د دې په خير ده که نه؟

له دې خو ټول خبر يو، چې د خپلواکۍ د غازي شاه امان الله خان افکار، حٌب الوطن، هېواد ته رښتينولي د فکري جګړې ښکار کېږي او هغه ستر انسان ماتوي.ځانته غازي بابا نه زموږ د هېواد ټولې رهبريانې(پاچاهيانې، رياستونه) د تبليغاتي جګړې ښکار شوي دي. تاسې وګورئ، (ورور په ورور سترګې وباسي، ړندوي يې) آيا دا دسيسه نده دا د فکر خرابوالى ندى؟

دښمن دا ځل بيا د ملت تباهۍ پسې را اخيستې يو ځل بيا په سيستماتيک شکل پخوانى تاريخ تکراروي، بيا يې راته په مذهب او عرف پسې را اخيستې، دوى (دښمن) ډېر چالاکه دى جګړې ته ستراتېژي جوړوي د يوې ټاکلې پاليسۍ تر چتر لاندې يې مخته وړي.

ما پورته څو اصطلاحات رانقل کړي دي دا د دوى د فکري جګړيېزې ستراتېژۍ يو مهم او جدي څپرکى دى دلته يې را انتقال کړي دي د خپلو اِجنټانو او ډلو ټپلو په واسطه تر خلکو رسوي خو زما ولس ړوند دى زما ولس ويده دى نه پوهېږي، راويښ شئ موږ نور (تکرار نه غواړو).

_ هغه چې دينداره وي مذهبي او ديني ارزښتونو ته په دنيوي مسايلو غوره والى ورکوي، دې ته بيا د (تنګ نظري) اصطلاح کارېږي، دا ولې؟ د ژوند له راز او فلسفې ځان خبر کړئ ( کل نفسً ذائيقة الموة).
_ خوشې تشې يې دا راته په خوله کې راکړي دي، چې دلته د باور فضا نشته. دا نوره هم بې باوري زېږوي او وضيعت بله خوا رهبري کوي.
_ په ديني مسايلو کې د تفرقې اچولو پخاطر يې دا متل تخليق کړى دى، چې (موسى به دين خود و عيسى به دين خود) او د حنفيت او وهابيت لپاره هم دا متل کاروي.
_پښتون پر دين له هر چا زيات مئين پسې يې دا جمله دلته مروجه کړې ده، چې پښتانه نيمايي له اسلام سره په ټکر کې دي.
_ د تبعيض او تعصب په کليماتو يې د خلکو ذهنيتونه خراب کړل او دې چارې خپلمينځي اختلافات لا ګرم کړل او ګرموي يې.
_ د افغانستان مانا چې پورته شوېده دا مې د مکتب په دور کې د يوه مفتي صيب څخه د سټېج په سر اورېدلې وه، چې په وياړ يې د افغانستان مانا په تشريح سره په دې ډول کوله.

درنو! نړيوالو ابر قدرتونو او د سيمې هېوادونو په مختلفو طرايقو لاسوهنې پيل کړيدي. د رسنيو له لارې د بدو سريالونو نشرول، چې زموږ ديني، مذهبي، ټولنيز، فرهنګي او تاريخي آرزښتونه ننګوي او له خاورو سره خاورې کوي او د دې چارو په تطبيق کې ورسره زما او ستا د خاورې بچى د شخصي ګټو په خاطر هر اړخيزه مرسته کوي.

راشئ دا شعارونه وشيندئ، چې د وارد شويو بدو جملاتو او اصطلاحګانو ځاى ونيسي:

(تر هر څه وړاندې افغانستان)، (موږ پر مخ ځو)، (نن دى که سبا دى دا وطن په جوړېدو دى)، (زه د دې وطن مالک يم)، (وياړم چې افغان يم) او نور…

علي شباب

  1. ۱۳۹۸ سلواغه ۳
    کابل

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t