دکابل ملي موزیم

دکابل ملي موزیم

دکابل ملي میوزیم دافغانستان دخپلواکۍ داتل اعلیحضرت امان الله خان دواکمنۍ په وخت کې جوړشوی دی او دنوموړي پاچا له خوا د۱۹۲۴ زیږدیز/میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په شپاړسمه نېټه په رسمي توګه پرانیستل شو . په ۱۹۱۹ زیږد یز/میلادي کال کې لومړی دغه موزیم دکابل په باغ بالا کې و چې (عجائب خانه) به یې ورته ویله ، وروسته بیادغه میوزیم شاهي ارګ ته ولیږدیده او ترڅه مودې وروسته بیا دغې ودانۍ ته چې تاسو یې په دې انځور کې ګورئ اودکابل د دارا لامان په سیمه کې پرته ده ولیږدید .
دتاریخ په بیلا بیلو پړاوونو کې چې دکابل ملي میوزیم ته کوم زیانونه رسیدلي دي په لاندې ډول دي :
۱- په ۱۹۲۹ زیږدیز/میلادي کا ل کې دسقاو دزوی امیرحبیب الله کلکاني دواکمنۍ په وخت کې چې یو شمیر مجسمې دهغه په امر ماتې شوې او دغه میوزیم آثاروته پکې زیان ورسید.
۲- په ۱۹۷۹ زیږدیز/میلادي کال کې پر افغانستان باندې دروسانو د پوځي یرغل او دحفیظ الله امین تر وژلو دمخه کله چې دروسانو په سپارښتنه دغه موزیم ددارالامان نه ارګ ته ولیږدید ډیر آثار یې دلیږدولو په وخت کې پکې مات شول .
۳- په ۱۹۹۲ زیږدیز کال کې کله چې ټوپکمارو مجاهدینو کابل ونیو ه اودغو ټوبکمارو تنظیمي ډلو دغه موزیم چور، لوټ او تالا کړ او آثاریې دایران ، پاکستان او نورو بهرنیو هیوادونو په بازارونو کې وپلورل چې ترټولو زیات او ستر تاوان په همدې وخت کې دافغانستان ټولو موزیمونو او په تیره بیا دکابل موزیم ته ورسید .
۴- دطالبانو دامارت ۱۹۹۶- ۲۰۰۱ زیږدیز/میلادی کلونو په وخت کې هم ددغه رژیم په امر او سپارښتنې د موزیم ډیر آثارمات او ټوټې ټوټي شول . طالبانو دبامیانو دبودا ستره مجسمه هم په توپونو ورانه کړه.
ماته په یوه وخت کې هندي لرغون پیژندونکي او دهند په جواهر لال نهرو پوهنتون کې دتاریخ استاد پر فیسر رام راهول ویلي و : (( دافغانستان میو زیم په دې سیمه کې تر ټولو غني او شتمن موزیم دی))، خو له بده مرغه دهیواد دښمنانودافغا نستان دغه او نور ورته موزیمونه دخاورو سره خاورې کړل اوپه دې ناوړه کار سره یې دافغانستان په تاریخ کې یې تور نومونه خپل کړل.
(یاد)




t