تیر ترخه یادونه

تیر ترخه یادونه

ډاکټر عبدالطیف یاد
———————-
دکابل دقدرت اوځواک دترلاسه کولو لپاره تنظیمي جنګونه دومره بدمرغه او خونړي جنګونه ووچې دکابل ښکلی ښاریې په کنډوالو بدل کړ اودکابل شپیته زره بیګناه انسانان پکې ووژل شول .ډیرې میندې پکې بورې شوې او ډیرو خویندو پکې خپل دګلابو په څیر ورونه له لاسه ورکړل. دا په اصل کې دځواک او قدرت دترلاسه کولو جګړه وه چې په ډیرې بیرحمۍ سره روانه وه ،زما ښه په یاددي چې دښار په زړه کې توغندی راغی او زموږپه خپلوانوکې دیوچا ګلالي ځوان زوی پکې شهید شو،خوپلار یې هیڅ له دې پيښې خبرنه و ځکه نوموړی دکابل په هغه برخه کې اوسیده چې هلته د وحدت اسلامي ګوندچې عامو خلکو ورته دوحشت دګوند نوم ورکړی و اوسیده ..هغه دښار بلې برخې ته چیرته چې ځوان زوی یې شهید شوي ونه شو راتلی اونه هم بل څوک هلته ورتلی شو چې پلار یې خبر کړي ، ځکه دوحدت ګوند جګړه مارانو دښار دهغې برخې نه بلې برخې ته چا ته دتلو اجازه نه ورکوله او پرته له دې چې نوموړی د خپل ځوان زوی مړي وګوري زوی یې دښار په بله برخه کې ښخ شو او پلار یې یوه اونۍ وروسته خبر شو چې ځوان زوی یې شهید شوي دي .پلار یې چې راغی په قبر یې وژړل اونوموړی تر دوومیاشتو وروسته په داسې حال کې چې پرجومات تو عندی ولګید او دي پکې پر لمانځه ولاړو شهید شو.




t