ملي اتل غازي محمد شاه خان بابکرخیل

ملي اتل غازي محمد شاه خان بابکرخیل

لیکوال: ډاکټر عبدالطیف یاد
—————————————–
د افغان او انګرېز تر مينځ په لومړۍ جګړه کې غازي محمد شاه خا ن غلجی بابکرخیل چې په اصل کې د لغمان د بديع اباد د بابکرخيلو پښتنو له مشرانو نه و د ١٨٤١ ميلادي کال د نوامبر په ٢٨ مه نيټه چې د ١٢٥٧ هجري کال د شوال د مياشتې د دیارلسمې نيټې سره سمون خوري د غازي مير مسجدي خان او غازي سردار محمد اکبر خان په ملګرتيا د نورو ملي مبارزينو په ګډون سره يو ځای شول ،څو د انګريز انو په مقابل کې د ملي پاڅون ليکي نورې هم پياوړي کړي چې په پای کې د خلکو د پاڅون په بر کت د انګريزانو يرغلګر ځواکو نه دې ته اړ شول چې د ١٨٤٢ کال د جنورۍ په ٦ مه نيټه کابل خوشي کړي او وتښتي٠

دلته به بيځايه نه وي چې د بابکرخیلو د قبيلې د ملي اتل او د انګريزي ښکيلاکګرو پر خلاف د ملي مبارز غازي محمد شاه خان په اړوند هغه شعر ولولو چې د ده په ستاينه کې ويل شوی دی او د هغه وخت سندر غاړو به هم وايه :

کوز له لندنه ګورکيان(*) راغلل
په پښتونخوا کې يې حملې کړې
محمد شاه خان غازي ورماتې رسالې کړې
د پښتنو پر دې ځوانانو يې نارې کړې

( غازي محمد شاه خان )

وروڼو راپاڅئ په وطن يې سترګې سرې کړې
بيا پرې ځوانانو د ټوپکو سرې لمبې کړې
محمد شاه خان غازي چې لله اکبر نارې کړې
د باجوړ او به يې بيا په وينو سرې کړې

( غازي محمد شاه خان )

په هغې ورځې يې ورګډې رسالې کړې
له سينه پورې يې خيمې دود او لمبې کړې
له انګريزانو نه يې ميمې(**) را ستنې کړې
له پرنګيانو سره يې نرمې بيا پنجې کړې

( غازي محمد شاه خان )

د پرنګيانو په چوڼيو يې حملې کړې
نو يې ورتشې بيا توبرې کړې
د مشهديو، د کلدارو يې ولجې کړې
د بابوګانو خيټي يې څيرې په نيزو کړې

( غازي محمد شاه خان )

د باجوړ له سينه يې پورې چې حملې کړې
د پرنګيانو يې پلتنې ورستنې کړې
د شنو زمريانو يې سواتيانو نندارې کړې
د ګورکيانو په خيمو يې ولولې کړې
غازي محمد شاه خان

—————————————————————

(*)-ګورکه چې کله کله د ګورکهه په بڼه هم ليکل شوي دي له اره د نيپال هېواد د ګورکهه قبيلې ته منسوب دي او په همدې نامه په نيپال کې يوه ولسوالۍ هم شته چې د همدې خلکو داستو ګنې اصلي ځای ګڼل کيږي٠ کله چې انګرېزان د هند په نيمې وچې واکمني کوله په ١٨٥٧ زيږديز کال د هندوستان ټول ولسونه او پرګنې که هندوان ول او که مسلمانان په ګډه سره د پرنګيانو پر خلاف پاڅون وکړ چې ډېر شمېر مسلمانان يې شهيدان شول چې د ١٨٥٧ کال پاڅون ته د هندوستان په تاريخونو کې ايام غدر هم ويل کيږي٠ ګورکهه چې ډېر جنګيالي او د نښې په ويشتلو کې مهارت درلود انګرېزانو په خپل پوځ کې برتي يا استخدام کړي وو٠ همدغو ګورکه وو د ١٨٥٧ کال په پاڅون کې د انګرېزانو په ګټه ډېر خلک ووژل٠ ګورکهه و نه يوازې په هندوستان کې د انګرېزانو لپاره وجنګيدل ،بلکې انګرېزانو په افغانستان، پښتونخوا، برما، بوټان او ان د ترکيې په هېواد کې هم د خپل ځان په ګټه وجنګول ٠ په لومړۍ نړيواله جګړه ١٩١٤- ١٩١٨ کې دوه سوه زره تنه ګورکه د انګرېزانو په پوځ کې شتون درلود٠ د ګورکهه پوځيان د هند تر خپلواکۍ ١٩٤٧ کاله پورې په هندوستان کې انګرېزانو ته ښه خدمتونه وکړل او هغوی هم پرې ډېر باور درلود٠

د هند تر خپلواکۍ وروسته د ګورکهه و پوځيان اوس هم د هند په پوځ کې شته چې ګورکهه ريجمنټ ياپلی پوځ يې بولي٠

(**) دانګرېزانو ميرمنې ٠

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t