کندوز: د ځوانانو د ملي پالېسۍ د تطبیق په اړه غونډه وشوه

کندوز: د ځوانانو د ملي پالېسۍ د تطبیق په اړه غونډه وشوه

د ځوانانو تقویت او فکري رغونه د ټولنې په سمون کې ارزښت لري.
دغه خبره کندوز والي محترم عبدالجبار نعیمي د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو ملي پالیسۍ د تطبیق کمېسیون جوړېدو په لومړنۍ غونډه کې وکړه.
د دغه کمېسیون چې مشري یې د ولایت مقام رهبرۍ په غاړه ده او شاوخوا (۱۳) بېلابېلې سیمه ییزې ادارې یې غړیتوب لري، لوی هدفونه یې د ځوانانو کار، روغتیا، زده کړې او د ټولنې په مختلفو برخو کې د ځوانانو مشارکت برڅېره کول دي.
کندوز والي ښاغلي نعیمي وویل،” واقعیت دا دی چې ماته د ځوانانو تقویت، فکري او ذهني رغونه، په وطن دننه ژوند ته هیله مندي، سالمې کاري او ورزشي بوختیاوې او په غور او صداقت یې د مسوولیتونو ترسره کول ډېرې مهمې موضوعګانې دي . “
د دغه ولایت سیمه ییزې رهبرۍ له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې یادو ټکو ته په جدی توګه د پاملرنې تر څنګ، تېر کال وارزوي او راتلونکي کال ته د مهمو پلانونو لپاره چمتوالی ولري.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه، تر ټولو غوره دا ده چې باید په نشه یي توکو له اخته ځوانانو سره مرسته وشي تر څو له دې هلاکته خلاصون ومومي.
په ورته وخت کې د کندوز ځوانانو امر خدابخش مرادي په یاده غونډه کې د ځوانانو ملي پالیسۍ د تطبیق کمېسیون د جوړېدو پر ارزښت خبرې وکړې او له کندوز والي څخه یې د دغه کمېسیون په رامنځته کېدو کې له همکارۍ د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، د سیمه ییزې رهبرۍ ملاتړ د ځوانانو له ظرفیت لوړولو سره مرسته کوي.
کندوز والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي د غونډې په پای کې ارشاد، حج او اوقافو، کندوز پوهنتون، اطلاعاتو او فرهنګ او پوهنې ریاستونو او ملي راډیو ټلویزیون امریت ته سپارښتنه وکړه، چې له خپلو شتو فرصتونو څخه د ځوانانو د ذهنونو مثبتولو او په ژوند کې د مثبت بدلون راوستلو لپاره ګټه واخلي.




t