سوداګر: حکومت زموږ د مالیو په زیاتولو عواید لوړوي

سوداګر: حکومت زموږ د مالیو په زیاتولو عواید لوړوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه حکومت تورنوي، چې پر سوداګرو د مالیو له زیاتولو سره د عوایدو د زیاتولو هڅه کوي.
د خونې مرستیال یونس مومند ویلي، چې له څو کلونو راهیسې پرې حکومت مالیه ان یو په دوه کړې او خپل عواید یې زیات کړي.
خو د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي بیا دا تور رد کړی او ویلي، چې دوی د لایحومطابق د مالیو سطحه لوړه کړې ده.




t