پلاوی: د قیصاري پرکور عملیات د قانون خلاف وو

پلاوی: د قیصاري پرکور عملیات د قانون خلاف وو

په بلخ کې د جنبش ګوند د مخکیني قومندان نظام الدین قیصاري پر کور د ترسره شویو عملیاتو څېړونکی پلاوی امنیتي ادارې په دغو عملیاتو کې ملامته ګڼي.
د پلاوي غړو ویلي، چې عملیات د محکمې له حکم پرته شوي، چې د قیصاري ۷ ساتونکي پکې وژل شوي.
دغه پلاوي د کورنیو چارو وزارت مخکینی مرستیال خوشال سعادت او د شاهین قول اردو قومندان د عملیاتو په ترسره کولو پړه ګڼلي.
خو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t