کرونا وايروس تر اروپا او استراليا ورسېد

کرونا وايروس تر اروپا او استراليا ورسېد

د فرانسې د عامي روغتيا وزير په کورونا وايروس اخته دريو کسانو د ثبت خبر وم وکړ، همدا ډول په استراليا کي په دې وايروس د اخته کېدو يوه پېښه ثبت سوې ده.

په ټوليزه ډول د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۷ او د مړو شمېر ۴۱ ته رسېدلی، تېره ورځ جمعه نسبت نورو ټولو ورځو ته (۶۰٪) په پېښو کي زياتوالی راغلی.

د چين په ۱۲ ښارونو کي پر ۳۵ ميليونه خلکو د تګ راتګ بندیز لګېدلی. (ياده دي وي چي چينايانو ۱-۲ ميليونه ایغوري اوسېدونکي د اسلام لرلو او اسلام سره تړاو له کبله کمپونو کي بند ساتلي دي.

عبدالتواب خپلواک




t