د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکی افغانستان ته راغی

د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکی افغانستان ته راغی

د ملي لوبډلې مشر روزونکی لانس کلوزنر نن کابل ته راغی او د افغانستان کرکټ بورډ د چارواکو او کارکوونکو له لوري ورته ښه راغلاست وویل شو.

افغان کرکټ بورډ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کلوزنر په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبغاړو سره پر روزنیز کمپ بوخت و چې د یاد کمپ له پای ته رسېدو سره د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه په غوښتنه نن افغانستان ته راغی.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t