د پنجشیر امنیه قومندان له دندې لرې او د حسیب قواي مرکز د نیولو امر شوی

د پنجشیر امنیه قومندان له دندې لرې او د حسیب قواي مرکز د نیولو امر شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په رسمي فیسوکپاڼه ویلي؛ د پنجشیر امنیه قوماندانی ته له وړاندې دنده ورکړل شوې وه چې حسیب قوای مرکز ونیسي او قانون ته یې وسپاري، له دې چې د پنجشیر امنیه قوماندان په دغه برخه کې تعلل کړی او جدي قانوني اجرائات یې نه دي کړي، هغه له دندې کوښه او پر ځای یې ددغه ولایت د امنیت آمر عبدالواسع فراجي د سرپرست په توگه وټاکل شو.

رحیمي زیاته کړې؛ له دې چې حسیب قوای مرکز په پنجشیر کې دی، نوي سرپرست امنیه قوماندان ته دنده ورکړل شوه چې ژر یې ونیسي او د قانون منگولو ته یې وسپاري.




t