ایچ ډي اکرمن د افغان  لوبډلې د توپوهنې روزونکي په توګه وټاکل شو

ایچ ډي اکرمن د افغان  لوبډلې د توپوهنې روزونکي په توګه وټاکل شو

د سویلي افریقا پخوانی ښی لاسی توپوهونکی، ۴۶ کلن هېلټن ډېن اکرمن د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.

نوموړی په ۹۰مه لسیزه کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو پر وړاندې په څلور ټېسټ سیالیو کې هم لوبېدلی او تر ۲۰۰۹ کال پورې یې د انګلستان په کاونټي کرکټ سیالیو کې لوبه کړې ده.

کرکټ بورډ ویلي؛ اکرمن د کرکټ په ۵۰۹ لوبو کې د ۴۴ سلیزو په ګډون له ۲۰ زره زیاتې منډې کړې دي او په مسلکي کرکټ کې یوه پېژندل شوې څېره ده.

نوموړي د سویلي افریقا په کورني کرکټ کې هم د روزنې په ډګر کې د الف، او ایمرجېنګ کرکټ ملي لوبډلو سره د مشر او توپوهنې د روزونکي او همدارنګه د نامیبیا کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

د سویلي افریقا یاد توپوهونکی بیا په ۲۰۰۵ کال کې د یوه تړون له مخې، له سویلي افریقا انګلستان ته کډه شو او هلته د لیسټرشایر کرکټ د کاونټي لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t