الینګار کې د سولې، یووالي او نشه يي توکو مخنیوي په موخه والیبال سیال پيل شوې

الینګار کې د سولې، یووالي او نشه يي توکو مخنیوي په موخه والیبال سیال پيل شوې

دلغمان ولایت په الينګار ولسوالۍ کې د لسګونو لوبډلو ترمنځ د سولې، يووالي او د نشه يي توکيو د مخنيوي تر نامه لاندې د واليبال پيل شوې سيالې د ولسوالۍ دمرکزي ټيم په بريا پای ته ورسېدې.

د لغمان د رسنیو دفتر وايي، د الينګار ولسوال قاضي حبيب الرحمن ماموند د معلوماتو له مخې يادې سيالۍ د تېرې يوې اونۍ راهيسې پيل شوي، چې پکې لسګونه لوبډلې برخوالې وې.

نوموړي وویل:

د يادو سياليو د پای په مراسمو کې د الينګار ولسوالۍ امنيه قومندان او يو شمېر نورو امنيتي مسوولينو ترڅنګ سلګونه ځوانان ګډون کړی وو.

هغه له ټولو ورزشکارانو او ځوانانو څخه وغوښتل، چې سولې ته کار وکړي او زياته يې کړه، چې ځوانان دې ځان له نشه يي توکيو د استعمال څخه وساتي ترڅو په ټولنه کې د يو ښه شخصيت په نوم وپېژندل شي.

سرچینه وايي، ولسوال زياتوي، چې يادې سيالۍ چې تېره اونۍ پيل شوې وې د ولسوالۍ د مرکزي ټيم په بريای پای ته ورسېدې.

د يادونې وړ ده، چې د سياليو ګټوونکې لوبډلې او د دوهم او درېم مقام ګټونکو لوبډولو ته ځانګړي شوي جامونه، د ورزش جامې او توپونه ورکړل شول.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t