کرېکټ بورډ ادارې د نيوکو او شکايتونو لپاره درکونه اعلان کړل

کرېکټ بورډ ادارې د نيوکو او شکايتونو لپاره درکونه اعلان کړل

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي، تر دې وروسته د افغانانو نيوکې او وړانديزونه مخامخ اوري.

د کرېکټ بورډ څخه په دې تړاو خبرتيا کې راغلي دي:

د کرکټ درنو مینه والو او ګرانو هېوادوالو!

‎د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی فرهان یوسفزی په یاده اداره کې د روانو اصلاحاتو او مثبتو بدلونونو په تعقیب د درغلیو مخنیوي او غوره روڼتیا رامنځته کولو په موخه په پام کې لري، څو له درنو هېوادوالو او د کرکټ له مینوالو سره له کوم خنډ پرته نېغ په نېغه او له نږدې کار وکړي.

پر همدې بنسټ، که چېرې د کرکټ په تړاو په هر ډګر کې کومه نیوکه، د مسوولینو ناغېړي، بې نظمي، د وړتیا او لیاقت پر ځای له اړیکو او مادیاتو د ګټې اخیستو او ورته نورو مواردو اړوند ادعاوې، شکایتونه او د سرغړونو کره لاسوندونه(ثبوتونه) لرئ؛ هیله ده له موږ سره یې پر لاندې واټس اپ شمېرې او یا برېښنالیک شریک کړئ، څو په دې اړه چټک ګامونه پورته شي.

یادونه: هېوادوال کولی شي چې د هرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د سهار له ۱۰:۰۰ بجو تر ۴:۰۰ بجو پورې په مستقیم ډول د کرکټ بورډ له ریاست سره د کرکټ تړلې شکایتونه او اندېښنې شریکې کړي او دغه راز

باید وویل شي چې ستاسو د کره ثبوتونو په پایله کې به اړین ګامونه پورته او هویت به مو پټ ساتل کېږي.

واټس اپ شمیره: ۰۰۹۳۷۹۸۰۶۱۶۳۶

برېښنالیک:Complaint@afghancricket.af

درنښت

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریاست




t