څنګه چاغ شو؟

څنګه چاغ شو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په اوسني وخت کې ډېری کسان د ډنګرېدو په لټه کې دي، خو د دې ترڅنګ داسې افراد شتون لري، چې له بریده زیات ډنګروالي څخه ځورېږي او د داسې یوې لارې په لټه کې دي، چې خپل وزن زیات کړي.
دلته د چاغېدو لپاره په لسو ډېرو آسانه، ساده، سالمو او ګټورو تګلارو باندې رڼا اچوو، خو مخکې تر دې یادونه کوو، چې چاغېدل د ډنګرېدو په پرتله ډېر آسانه دي.
۱ ـــ د خوړو خوړلو د وختونو شمېر زیات کړئ. د بېلګې په توګه: په ورځ کې د درې وخته پرځای، شپږ وخته خواړه وخورئ، خو لږ لږ.
۲ ـــ په خوړنیزو وختونو کې مو له غوړو دانو، ممیزو، غوړو مستو څخه ګته واخلئ او دغه راز له شیدو سره بېلابېلې غلې دانې وخورئ.
۳ ـــ په خوړنیو وختونو باندې مو هرومرو وریجې او مکروني ور زیات کړئ.
۴ ـــ د بې کالوري څښاکونو پرځای، لکه قهوه او چای، له غوړو شیدو څخه ګټه واخلئ.
۵ ـــ له کچالو، حبوباتو، د چرګ غوښې، سرې غوښې، کب، کوچو، مومپلي او د چرګې هګیو څخه، چې ډېره زیات کالوري لري، ډېره ګټه واخلئ.
۶ ـــ هره ورځ د ۳۰ دقیقو لپاره دا ورزشونه ترسره کړئ، لکه: بایسکل ځغلونه، پلی مزل او لامبو وهل.
۷ ـــ له دې مېوو څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ: ناک، کیله او آناناس.
۸ ـــ له نشایسته لرونکو سبزیجاتو څخه لکه: کچالو، شنه نخود، ګازرې، کدو او لبلبو څخه ګټه واخلئ او له اوبه لرونکو سبزیجاتو څخه لکه: بروکلی، ټېنډۍ او بادرنګ څخه کمه ګټه واخلئ.
۹ ـــ د خوړو ترڅنګ له اوبو څخه ګټه مه اخلئ، ځکه چې اشتها مو کموي، له خوړو خوړلو وروسته، له اوبو څخه ګټه واخلئ.
۱۰ ـــ د خپل ځان لپاره یوه موخه وټاکئ، د بېلګې په توګه: په پنځو راتلونکو میاشتو کې یوه خاصه اندازه وزن زیات کړئ، په هره اوونۍ کې خپل ځان چک کړئ او وګورئ، چې څومره خپلې موخې ته نږدې شوي یاست، خو تمه مه لرئ، چې په هره اوونۍ کې څلور یا پنځه کیلو وزن زیات کړئ، بلکې په اوونۍ کې یوه کیلو وزن زیاتول ډېر ښه دي.




t