پاچا په سېل ووت. . .

پاچا په سېل ووت. . .

ژباړه: مير احمد ياد

پاچا په سیل ووت، څه ګوري چې یو بزګر خپلو پټو کې په کار لګیادی، بېرته زر راستون شو، سپاهیانو ته یې وویل چې بزګر را حاضر کړئ.
بزګر په لړزېدلو قدمونو د پاچا مخې ته ودرېده، پاچا امر وکړ چې پاکې جامې، یوه کچره او یوه کته ورته ورکړئ.
دا یې چې ورکړل، بزګر په خوښۍ د پاچا له درباره روان شو، دی چې څنګه رو روانېده، پاچا ورته په څت یوه کلکه څپېره ورکړه.
دربار ټول حیران شو، چې دا پاچا څه وکړل، هلته یې دومره ونازوه او بیا یې وواهه، بزګر هم هک پک ولاړ و.
پاچا ورته وویل: ته ما نه پېژنې؟ زه او ته یو وخت ملګري وو، یوه شپه ما او تا دواړه دعا وکړه، ما له خدایه پاچاهي وغوښته، تا په څټ یو ټنګ راکړ او راته دې وویل، زه له خدایه یوه کته او کچره غواړم نه یې راکوي، تاته به پاچاهي څنګه درکړي… .
اوس مې کته او کچر په دې خاطر در کړ چې ارمان دې کړی و او ټنګ مې ځکه در کړ چې د هغه ټنګ بدل دې خلاص شي. زه نن پاچا شوم، ځکه ما په خپل خدای او خپلې دعا باور درلود، خو تاته یې کته او کچر در نه کړل، ځکه چې تا په خدای او خپلې دعا باور نه درلود.

ژباړه




t