تاریخ او د جبر کرښې- ډېورنډ

تاریخ او د جبر کرښې- ډېورنډ

 لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

 کله چې مې د یوه ماشوم په توګه د نړۍ له رنګینې انځورګرۍ ډکه نقشه او بیا د همدغه رنګینو ویش په ځانګړي هنر سره ولیدو، نو حیرت یوړم، ولې کله چې غټ شوم نو وپوهیدم چې دغه په تورو او پېچلو کرښو کې وېشلې نړۍ هغومره هم نه ده ښکلې، بلکې دا ټوټې د یوه داسې کیک برخې دي، چې د وخت هر زر او زور لرونکي فرعون یې د بشپړ خوړلو په نیت عالمونه پرې تار- مار کړي دي. ډېر وړاندې نه ځو، په دې نږدې تاریخ کې یوازې د لومړۍ نړیوالي جګړې په ترڅ کې چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د بالکان له سیمې پیل او په ۱۹۱۸ ز کال کې پای ته ورسېده، په پایله کې یې ۱۷ میلیونه انسانان مړه او تر ۲۰ میلیونو ډېر ټپیان شول، هغه چې د دغې جګړې د نورو عواملو تر څنګ یو مسئله د هېوادونو تر منځ له استعماري کښالو، عقدو او ټکرونو ډک سرحدونه وو.

 د بېلګې په توګه، د اسلامي فلسطین تاریخي قضیه چې اوس یې تازه د ټرمپ په مشرۍ د عیسوي امریکا له لوري د تمدني ټکر رنګ خپل کړی او امریکا چې نیمه پیړۍ یې د اسراییلو د صهیونیستي یهودي اشغال، وژنو او یهودي مذهبي وحشتکارې مالي، سیاسي او تسلیحاتي ملاتړ کاوه، په یوه بې شرمانه او د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د ټولو هوکړو او پرېکړو خلاف یې د پیړۍ د معاملې په نوم د فلسطین په څېر د یوه لسګونه زره کلن تاریخي ملت د ورکولو، تباه کولو او بې هویته کولو شرموونکې طرحه وړاندې کړه او ټینګار کوي چې د امریکا د اشغال او جبر په مذهب کې پر اشغالګرانه لاس ته راوړنو هر ډول معامله کفر او په دې اړه د چا پروا هم نه لري. بل لور ته تاریخ د جبر نوم نه دی، تاریخ بد نه ستایي، ملتونو په تاریخ کې د متمدینو انسانانو ډېر خیال ساتلی، تاریخ چنګیز محکوم کړی، مګر د مغولي اکبر پاچا روښانفکره او پر ټولنیزو- انساني ازادیو ولاړ لیدلوری، چلند او کردار یې ښه یاد کړي.

د اپارټایډ خلاف د نېلسن مانډیلا مقاومت، له ايټالوي یرغل سره په ګرم سنګر کې د عمر مختار ملتپاله جد و جهد او د هند په وچه کې د باچاخان او ګاندي د عدم تشدد له فلسفې سره یې په فلسطین او ګرده اسلامي نړۍ کې کله هم د اخوان المسلمین پر متجدیدانه سیاسي- اسلامي لیدلورو ګام نه دی اېښی. ولې جبر، نیواک، تاړاک او له انساني مزاج او کرامت سره په دښمنۍ کې جریانونو تل نړۍ او انسان ته د بد رنګۍ یو اوږد او ککړ کردار د جیوپولیټیکې بحثونو پر محور پرېښی. د بېلګې په توګه، د کوریا ټاپووزمه چې د یو اوږد او ګډ تاریخ خورا پراخه مخینه لري، مګر د پردو سیاستونو په لړ کې د بېلېدو کیسه یې لا نیمه پېړۍ وروسته هم ګرمه ده، دواړه شمالي او سهیلي کوریا له ۱۹۵۱ تر ۱۹۵۳ ز کلونو جګړو را وروسته، لا تر اوسه هم یو بل ته په سنګر کې ناست دي او ډېر کله یې خبره د اټومي ټکر تر ګواښه هم رسیږي.

 د اوکراین او روسیې کړکېچ د کریمیه پر سر، د هند او چین تر منځ سرحدي کښاله له ۱۹۶۲ ز کال څخه د همالیا او کشمیر په سیمه کې، د هند او بنګلادیش سرحدي ټکر، د عراق او ایران تر منځ سرحدي کړکېچ چې بیا په ۱۹۷۵ ز کال کې د الجزایر د هوکړې په لاسلیک سره په نیسبي توګه پای ته ورسېد، د کینیا او سومالیا تر منځ د التنقیب په سرحدي نفتي سیمه کې پېچلتیا چې ډېر کله خبره د یو او بل د سفیرانو تر شړل کېدو او غوښتلو هم رسیږي، د روسیې او ګرجستان په پولو کې کښاله، هغه مسئله چې له سیاسي، نظامي، امنیتي او اقتصادي پلوه ګرجستان د تاریخ په اوږدو کې د روسي یرغلګرو لپاره د سیاسي جغرافیې په بحث کې سره کرښه وه، ولې دغه لړۍ د شوروي له نړېدلو او روسیې ته د دغه میراث له لېږدېدو سره نوی بحث خپل کړی، روسیې په خپل ۸۰۷ کیلومتره پوله کې ګرجستان ته په چیچین، اینګوشیا، شمالي اوستیا، قره چای، کاباردا او ادیغیه کې د بېلتون پالنې څپې راپورته کړې.

 تورې بهیرې ته د روسیې لار او د ګرجستان موقعیت د قفقاز په سیمه کې هغه مهم ستراتیژیک بحثونه دي، چې پروني تزاریان او ننني روسان تل کوښښ کوي، څو په ګرجستان کې لکه د پاکستان د ستراتیژیکي ژورتیا د سیاستونو پر بنسټ روسان د ګرجستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. همدارنګه اریتره چې وروسته له دریو کلونو جګړې په ۱۹۹۳ ز کال کې خپلواکه شوه، ولې په ۱۹۹۸ ز کال کې د اریترې او اتیوپي تر منځ د بادمي په نوم سرحدي ښارګوټي پر سر شخړو بیا زور واخیست او له دې سره د دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي اړیکې ترینګلې او د شکېدو تر درشله لاړې، هغه چې تر ۲۰۰۰ ز کال پورې د الجزایر په توافق سره چې ۸۰ زره خلک پکې ووژل شول، پای ته ورسېدې

. امارات همدا اوس له قطر سره په خور العدید کې سرحدي ستونزه لري، همدارنګه له عمان سره د مسندم په سیمه کې د اماراتو او عمان تر منځ غټه ستونزه ده، د دې ستونزې اصلي جرړه هغه استعماري وېش ته ګرځي، چې د عمان یوه برخه یې له داخل څخه اماراتو ته ور پرې کړې او همدارنکه د مسندم د اردن برخه بیا په اماراتو کې قرار لري چې دې دواړو غټه ستونزه پېښه کړې ده. نړۍ په دې برخه کې د استعماري ذهنیت او فتنې له شره نه خلاصیږي؛ بلکې دا کیسه ډېره اوږده ده، د جبر کرښو ملتونه په قومي منازعو لکه د سهیلي قفقاز دولتونه اړولي، دې کار بیا له دوی څخه سوله، ټیکاو، اقتصادي پراختیا او ښه ګاونډیتوب اخیستی او د دغو لانجو له امله د اذربایجان او ارمنستان په څېر هېوادونه تل خپله زیاته برخه لګښتونه احتمالي جګړو او ټکرونو ته د لښکرو په چمتو کولو او د نویو وسلو په پېر تېروي.

 د بېلګې په توګه، په ۱۹۹۸ ز کال کې د اذربایجان د خودمختاري او اکثریت ارمنۍ سیمې له خوا له ارمنستان سره د يوځای کېدو مسئلې، دا هېوادونه پر مرګونو جګړو واړول. د چین او روسیې، د سوډان او مصر، د سوریې او اسراییلو او حتی د هند او پاکستان په کشمیر کې مشهوره کښاله ټول هغه تاریخونه دي چې د نړۍ له رنګینې نقشې څخه یې هغه رښتینې ښکلا، امن، زغم، د تمدني او کلتوري راکړې ورکړې په ګډون، خورا بې ساري فرصتونه او خوښۍ تروړلې او دا ټول ټپونه به تر هغه تازه او ناسور وي، تر کله چې استعماري جبر ژوندی وي.

 د تاریخ جبر او له پنجاب سره زموږ د څه کولو دریځ! د تاریخ او جبر په بحث کې افغانستان تل د ځانغښتونکو، جګړه مارو، استعمارګرو او د زماني د بدمخو ځواکونو په ټکر کې ګیر شوی، مات شوی او حتی خبره کله کله د ګران وطن د سیاسي، فلسفي او جغرافیایي وجود د لولپه کېدو او شړېدو تر بریده هم رسېدلي.

د بېلګې په توګه، په یو نهایت بد ګام کې د امیر محمد یعقوب خان او انګریز تر منځ د افغانستان د وېشنې تړون د ګندمک په نوم او د هغه په دوام په ۱۸۹۳ ز کال کې د امیر عبدالرحمن خان له لوري په یوه ناسنجول شوي او قدرت طلبانه کردار کې د ډېورنډ هوکړه چې د افغانستان پېچلي جیوپولیټیک ته په کتو سره، د وخت تاړاکګر ځواک برېټانوی هند وتوانېده چې د لوی هند د ټوټه کولو او پاشلو له لارې دغه سوله ییزه سیمه د تاریخ پر یوه ناسور بدله کړې، چې هغه د پنجابي اسټبلشمینټ پر محور د مذهب په عنوان د پاکستان رامنځ ته کېدل د یوه متنازع امنیتي رژیم په توګه وو.

 هغه وخت د مسیدو ملا پیونده اخند هغه لومړی پښتون و، چې د فرنګ پر ضد یې د بغاوت بیرغ اوچت کړ، د امیر عبدالرحمن خان دربار ته یې د قبایلو د مشرانو چیغه ورسوله او په لوړ غږ یې وویل چې د پښتون وطن قبایلي څنډه ستا د پلار محمد افضل ملکیت او وراثت نه دی، چې په سخاوتمندانه روحیه یې د انګریز په پطنوس کې د لندن دربار ته سوغات کړې. دلته که څه هم زموږ د بحث موضوع د افغانستان د جغرافیاوي موقعیت ارزښت بیانول نه دي؛ خو بیا هم افغانستان د سیمې په یوه داسې تقاطع برخه کې پروت دی، چې امریکايي افغان پېژندونکی لویس ډوپري(Louis Dupree) یې د سوداګرۍ (ټرانسشیپمنټ) تقطع ګڼي. معاصر انګریز مورخ او فلسفي آرنلډ ټواین( ArnoldJ.Toynbee) بیا د نړۍ نیمې لارې باګرام ته سیخې ګڼي او د زړې نړۍ راتاوېدونکی هېواد یې ګڼي. علامه اقبال یې د اسیا زړه ګڼي، میکېنډر یې د خپلې (Heartland) تیورۍ داسې ځای بولي، چې له کبله یې پر نړۍ واکمني اسانه ده.

همدارنګه ځینو نورو فیلسوفانو او مورخانو هم د افغانستان دغه جغرافیاوي موقعیت ته په کتو، په خپلو لیکنو کې اشارې کړې دي او دا موقعیت یې په ښه توګه درک کړی دی. ځکه افغانستان د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ تر منځ پروت هېواد دی او له دغو سیمو څخه په اقتصادي، سیاسي، نظامي او کلتوري برخو کې اغېزمن دی. همدا لامل دی چې زموږ هېواد تل په تاریخي توګه د خپلې سیمې د جیوپولیټیک موقعیت قرباني شوی دی.

 د افغانستان د همدې جغرافیاوي موقعیت له کبله، چې ځینې ستراتېژیستان او جغرافیه پوهان اوس هم لا دې پایلې ته نه دي رسېدلي، چې آیا افغانستان د منځنۍ اسیا برخه ده، که له منځني ختیځ سره تړل شوی او که یا هم د سویلي اسیا نه شلېدونکې ټوټه ده؟ د سیاسي جغرافیې حساسیتونه یوازې زموږ په سیمه کې نه؛ بلکې همدا اوس د نړۍ تر ۴۰ په ډېرو نقطو کې دېته ورته لانجې روانې دي، خو فرق یې دا دی چې هلته د جبر په بحث کې د پردو او د یرغل او اشغال ترکچې لاسوهنې یا نشته او یا که وي هم د غښتلو ملتونو او پر پښو ولاړو حکومتونو په وجود کې دا ننګونې د اغېزو او نفوذ په دریځ کې خورا په نشت حساب دي.

 مګر زموږ په سیمه کې حالات ډېر بدل دي، ګران افغانستان چې کله هم پر خپلو پښو د درېدو هوډ کړی، نو د زمانې له یو بدمست سره مخ شوی، د تاریخ یوه ظالم یې د ژوندي تېرولو هڅه کړې او د وخت یوه بدنام یې د غلامولو تکل کړی دی. ولې له مقدوني سکندر اعظم څخه نیولې د چنګیز، تیمورشاه (ګډ تیمور)، مغولو، صفویانو، انګریزانو، شورویانو او بیا تر همدا نن امریکایانو هېڅ چا هېڅکله هم پر دې ملت ثوبه نه ده کړې، که څه هم تر یوې پیړۍ زیاته موده کیږي چې د کربلا په څېر بابړۍ مو تیرې کړې، تر يوه پیړۍ زیاته موده کیږي چې د پښتانه- افغان په خېټه کې د فرنګ توره په وینو کې لژنده پرته ده او د پښتون وجود د ډېورنډ په خنجر هره شېبه د یوه ناسور په توګه تازه کوي. اوس خبره مونږ ته د ګران وطن د یوه وارث او مسوول کهول په توګه متوجې ده، چې ایا غواړو تاریخ بدل کړو؟ ایا تاریخ ته د نوي څه ور زیاتولو تکل، اندېښنه او د یوې پیړۍ د روان جبر د جبران وس مو په ځان کې پیدا کړی او یا پیداکولای شو؟ دا هغه خبرې دي چې د تاریخ د جبر په بحث کې یې باید د پنجاب په رهبرۍ له پاکستان سره سپینې او بڼه یې بدله کړو. په دې بحث کې مونږ په حقوقي، قانوني او تاریخي دریځ کې پیاوړی مټ لرو. د بېلګې په توګه:

  • هېڅ داسې سند وجود نه لري چې په هغه کې د ډېورنډ کرښې اړوند د عبدالرحمن خان لاسلیک وي.

  • عبدالرحمن خان له ۱۸۹۵ تر ۱۸۹۷ ز کال پورې خپل انګلیسي طرف ته بیا بیا لیکونه ولېږل او په هغه کې یې له ځینو سیمو څخه د ډېورنډ کرښې تېرېدل تر پوښتنې لاندې راوستل او نیوکې یې پرې وکړې.

  • د افغانستان د هغه وخت حکومت یو کمزوری دولت و او له ولسه یې ټولشموله او مشروع استازولي کله هم نشوای کولای او د دې تر څنګ، د ډېورنډ هغې غاړې ولسونو په دې اړوند د جګړه ییزو مخالفتونو تر کچې له دې پرېکړو سره مخالف وو، نو په داسې یوه حالت کې که عبدالرحمن خان څه ګامونه اخیستي وی هم، د منلو نه دي او مشروعیت نه لري.

  • د ګندمک د معاهدې پر بنسټ، افغانستان د افغان- انګریز له دویمې جګړې وروسته، د افغانستان تر خپلواکۍ پورې، د انګلیس تحت الحمایه هېواد و، هغه چې بهرني سیاستونه یې د برېټانوي هند د حکومت په واک کې وو، نو پر همدې بنسټ افغانستان د هېڅ ډول حقوقي او نړیوال شخصیت لرونکی نه و، نو په دې حالت کې هر ګام یو بې مانا جعل دی، نه مشروع او حقوقي پرېکړه.

  • بل که چېرته د ډېورنډ هوکړه د یوه هوکړه لیک په توګه مطرح وی، نو ولې د افغانستان او انګلیس پارلمانونو یا حتی د افغانستان هېڅ لویې جرګې تصویب نه کړه؟

  • پر دې ټولو سربېره، که د ډېورنډ هوکړه یوه دایمي هوکړه وی، نو بیا د انګلیس هر حکومت ولې د افغانستان له هر بل واکمن سره د هغې د تمدید هڅه کولې؟

  • د ډېورنډ د هوکړې د عقد پر مهال د پاکستان په نوم کوم هېواد څه چې حتی کومه داعیه هم موجود نه وه، نو د هند له وچې د برېټانیا له وتلو سره دا وچه پر دوو برخو وویشله شوه، نو پر دې بنسټ پاکستان کله هم د انګلیستان ځای ناستی نه شي کېدای او د دې سند حقوقي او قانوني خبره که څه هم تر عبدالرحمن خانه رسېدلې وی، بیا هم د پاکستان حکومت ته نه لېږدول کېده.

  • د هغه وخت جیوپولیټیکي حالات ښیي چې انګریزان له یوې خوا پر هند د روسانو له برید څخه وېرېدل او له بلې خوا یې د دې اندېښنه لرله، چې عبدالرحمن خان پر قبایلي سیمو کې لاسوهنه کوي، نو د همدې اندېښنو پر بنسټ د ډېورنډ هوکړه یوازې د عبدالرحمن خان او انګریزانو تر منځ د نفوذ د سیمې د وېش په مانا و، نه د یوې رسمي پولې په توګه.

  • په ۱۹۴۷ ز کال کې د پاکستان له رامنځ ته کېدو سره د ډېورنډ پورې غاړې سیمې د پاکستان د خودمختاره ایالتونو په توګه په پاکستان پسې وتړل شوې، ولې دا کرښه هېڅکله د ډېورنډ هغې خوا ته مشهورو پښتنو ګوندونو لکه عوامي نېشنل پارټي او د پښتونخوا عوامي پارټي له لوري د رسمي سرحد په توګه په رسمیت ونه پېژندل شوې.

 د دغه او دغته ورته ډېرو غني، مستدلو او حقوقي موضوعاتو سربېره، په نننۍ نړۍ کې هغه څه چې د سیاسي جغرافیې پېچلي برخلیکونه فیصله کولای شي، هغه د تاریخ او جبر په بحث کې د هېوادونو د سیاسي دریځ او ملي قضایاوو تر شا د هغو ملتونو د زور او زر خبره ده، لکه روسانو وروسته له یوې پیړۍ کریمیه د یوه ساده نظامي حرکت په ترڅ کې ونیوله، هند د کشمیر پر ۸۰ سلنه برخه د پاکستان د کورنيو کشمکشونو په ټس کې په خپله ولکه کې راوستله او همدارنګه مصر د سوډان او اسراییلو د سوریې جولان پراخې سیمې له خپلو ملي حاکمیتونو سره ونښلولې.

 دې ټولو تاریخي کتنو، شالیدونو او پر تاریخ د جبر د واکمنۍ په زمانه کې که څه هم مونږ ته له امیر عبدالرحمن خانه تر داوود خانه د ډېورنډ د راګرځولو او د لوی افغانستان د بیا احیا کولو پراخ فرصتونه په لاس راغلي، ولې د نااهلو، تنګ نظرو، ځانچارو، بلچارو او د واک او شتمنۍ په ساتلو کې مستو واکمنو د بې باکیو له امله مو له لاسه وتلي دي. په داسې یوه حالت کې مونږ څو فرضيې مخ ته لرو چې کولای شي په دې برخه کې د تاریخ د جبر طلیسم پرې مات کړو او مونږ له دې وضعیته وباسي.

  • سولې او امن ته کار کول، د افغانستان د خپل اختیاري بحث چې د ګران وطن په سیاسي خپلواکۍ او ټیکاو منتج شي او بیا له دې لارې مونږ وکولای شو چې ځان جوړ کړو او د نړیوالو دریځونو له لارې خپله داعیه وګټو.
  • تر سولې، امن او خپل اختیاره افغانستان وروسته که مونږ د ډېورنډ مسئله غواړو او دا پر یوه ملي بحث بدله کړو، نو شاید کورني مخالفتونه ولرو، نو په داسې یوه وضعیت کې مونږ د ګاونډي ایران فورمول ته اړتیا لرو او هغه مونږ باید په افغانستان کې یو لاس او دریځ نظام او قدرتمند پر مرکزي اقتدار ولاړ دولت رامنځ ته او د نیمې پیړۍ تګلارې پر بنسټ باید په پاکستان کې د قدرت له جزیرو نیولې، تر اقتصادي، فرهنګي او نورو ټولو اغېزمنو ټولنیزو بحثونو باید نرمه لاسوهنه وکړو او لکه د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښو او له پاکستان سره له هر کړکېچ څخه باید هوښیارانه ګټه پورته او لکه چې بنګالیانو د شیخ مجیب الرحمن په رهبرۍ رامنځ ته شوی درز سم درک او وکاراوه، مونږ هم انتظار او ورته کار وکړو.

  • په دغه فرضیه کې هم د افغانستان د خپلواکۍ، قوت او وحدت خبره د سر ټکی ده، مګر د دې فرضیي ډېر شمېر وسایل مخکې له مخکې د پنجابي ریاست د غلطو او کرکه پاروونکو کړنو په ترڅ کې رامنځ ته شوي، چې هغه د پاکستان پر بد اقتصادي او امنیتي حالت سربېره، د پنجابي ریاست ټولنیز او سیاسي انفجار دی. د بېلګې په توګه، پښتانه په دوو جبهو کې یو د نېشنلېست- مذهبي جوړښت په توګه مسید طالباني ټلواله او بل د مدني- سیاسي خوځښت په بڼه کې د پښتون ژغورنې تاریخي او ولسي حرکت ظهور دی. د کرزي صیب حکومت چې یقیناً کرزي کله هم له پنجاب سره له متقابل غبرګون څخه لاس نه دی اخیستی، په نظامي برخه کې دا تشه د ډکېدو تر درشله ورسېده، مګر د ډاکتر غني خوشباورانه او د شخصي ګټو پر محور دولت، د امریکا او پنجاب په یوه بده دسیسه کې د پاکساني طالبانو مهم کس لطیف الله مسید آی اس آی ته ورکړ او دې کار د حامد کرزي د حکومت ټول زیار او هڅې پر اوبو لاهو کړل.

 د دغه پراخ بحث او بیا د حقوقي چوکاټونو تر څنګ، د سیاسي فرضیو مطرح کول هغه موضوعات دي، چې د تاریخ او جبر په کرښو کې د ډېورنډ په څېر د مهمو تاریخي او ستراتيژیکو قضایاوو او په دې اړوند د امریکا په څېر د پښتون ضدو او استعمارپالو ځواکونو په شتون کې چې همدا اوس هم ډېورنډ رسمي سرحد ګڼي او پر ډېورنډ د پاکستان د پوځ له لوري غځېدونکي اغزن تار نږدې ۳۰۰ میلونه ډالره لګښت هم دوی ورکوي، د دې ښوونه کوي چې افغانان د یوه ملت او زموږ حکومتونه د افغان ملت د سیاسي استازولۍ په برخه کې چې تر کله په کور د ننه سمونونه رانه ولي، واقعیتونه ونه مني او پر شعارونو د ولس تېر ایستو پر ځای منظمې، منسجمې او عملي کېدونکو تګلارو باندې کار او پانګونه ونه کړ‌ي، پر کمپایني چیغو، د امریکایي اشغال په وحشتونو کې ټویټونو او په ټوله کې د پاکستان په څېر شریرو ځواکونو پر وړاندې د بې ځایه مانورونو تر سره کول له دې ولس، برحقې او تاریخي داعیې سره یې خیانت دی.




t