ځینې هغه عادتونه چې هرڅوک غواړي بدل یې کړي

ځینې هغه عادتونه چې هرڅوک غواړي بدل یې کړي

 ژباړه: امان الله «حنیفي»

تقریباً موږ ټول په خپلو ځانو کې داسې عادتونه او ځانګړنې وینو، چې د زړه له تله د هغه بدلېدل غواړو. ځینې له دې ځانګړنو زموږ ذاتي او نه تغیر منونکې دي، خو ځینې نورې بیا کولای شو بدلې کړو. د «چطور» ویب پاڼې د انسټاګرام پر پاڼه له خلکو پوښتل شوي چې له خپلو کومو ظاهري ځانګړنو ناخوښ دي او غواړي چې هغه بدلې کړي؟ موږ د دوی ځوابونه همدلته را اخلو.

 ۱.ټنبلي ۲۱ سلنه خلکو ویلي چې که دوی وتوانېږي چې خپله ټنبلي له منځه یوسي، ډېر به خوشال شي. ټنبلي له کار کولو سره مینه نه ښودل، د کارونو ځنډول او د هڅو په مقابل کې مقاومت کول، مانا له هڅو لاس اخیستل دي.

ځینې وخت زموږ ټولو خوښېږي چې ټنبلي وکړو، د بېلګې په ډول، له ډېر او دروند کار کولو وروسته مو خوښېږي چې یو ساعت ځان د خوب کټ ته ورسوو او یو څه ارام واخلو. خو که مو دا عادت همېشنی شي، مانا هر وخت مو خوښېږي چې استراحت او ارام وکړی، د دې په اړه نو باید فکر وکړئ او هغو لارو چارو ګټه واخلئ چې پر مټ یې دا بد عادت له منځه یوسئ. څنګه له ټنبلۍ ځان خلاص کړو؟ ټنبلي د کارونو ځنډولو تر ټولو لوی لامل دی.

 د ټنبلۍ د له منځه وړلو لپاره باید هره ورځ لس دقیقې پر یو کار تمرکز وکړئ. که لس دقیقې یو ځای له نورو سره یو کار وکړی، حتماً یوې ښې پایلې ته رسېږی. لوی کارونه په کوچنیو برخو ووېشئ. هره برخه چې پای ته رسوی، په طبیعي لحاظ یو ډول انرژي اخلی او پر دې کار مو بیا تکرار له یوې برخې وروسته د بلې برخې شروع کولو ته هڅوي. استراحت، خوب او ورزش هم له یاده مه باسئ. ځینې وخت ټنبلي د انرژۍ د نشتون او خستګۍ له وجې وي، چې د ورزش په کولو سره کولای شی دا له منځه یوسی. د خپلو موخو او هغه ژوند په اړه چې تاسې یې غواړی هغه ته ورسېږی او دا چې غواړی څنګه یو کس جوړ شی، په دې اړه ښه فکر وکړئ.

دا کار تاسې ته انګېزه درکوي. له ځان سره دا خبره ښه تکرار کړئ: «دا کار به په ښه ډول سر ته رسوم، یا د هغه کار سر ته رسول چې زه یې غواړم، د سر ته رسولو لپاره یې ښه انرژي او انګېزه لرم.

» ۲. کمزورې اراده ۱۳ سلنه کسانو ویلي چې د دوی ارادې کمزورې دي او دوی غواړي چې پر دې برلاسي شي. اراده هغه انګېزه ده چې هم له ذهن او هم د نور بدن له انرژۍ را پيدا کېږي. پوهېږی چې نه باید یا باید کوم کار وکړی، خو بیا هم نه شی کولای چې د هغه په مقابل کې مقاومت وکړی. څنګه خپله اراده پياوړې کړو؟

خپله مو ځان د هغه تصمیم له وجې وستايئ چې تاسې عملي کړی دی. داسې مه وايئ: «نه شم کولای چې دا کار دویم ځلې وکړم»، ځکه دا هغه حلقه ده چې ستاسې د محدودیتونو کړۍ نوره هم را تنګوي. ښه ده چې داسې ووایئ: «دا بد عادت مې بیا نه تکراروم»، د بېلګې په ډول، د «نه شم کولای چې شیریني وخورم» پر ځای ووایی: »شیریني خوړل مې نه خوښېږي.» په کاپي اندازه خوب وکړئ، بې خوبي د هغه ذهني فشار د رامنځ ته کېدو باعث کېږي، چې له وجې یې بیا په سم ډول نه شی کولی خپل کار ته ادامه ورکړی.

 د ۶، ۷ او ۸ ساعتونو په انټروال کې خوب کول دا هرڅه له منځه وړي. د ارادې د پياوړي کولو یو لامل دقت، توجه او د سټریس مدیریت کول دي. حد اقل اته اونۍ مو دا هرڅه تعقیب کړئ، هغه ده چې بیا به مو د نورو کارونو په سر ته رسولو کې اراده د مخکینۍ هغې په پرتله پياوړې شي. د ارادې د پياوړي کولو یو بل لامل دا دی چې تاسې مو کارونه مه ځنډوئ، هغه کسان چې خپل کارونه سبا او بلې ورځې ته پرېږدي، د هغوی په پرتله چې خپل کارونه په خپل وخت سر ته رسوي، کمزورې ارادې لري.

 ۳. د غوسې کنټرول اته سلنه کسانو ویلي چې دوی له خپلو بدو اخلاقو او دا چې نه شي کولای خپله غوسه کنټرول کړي، سخته اندېښنه لري. ایا کله داسې شوي چې له ترافیکو سره د مخ کېدو پر مهال هغوی ته په غوسه شوي یاستی؟ ایا کله داسې شوي چې تاسې خپل ماشوم ته یو کار سپارلی او د هغه له نه کولو یا سم نه سرته رسولو له امله هغوی ته په غوسه شوي یاستی؟ د غوسي احساس کاملاً طبیعي دی، خو ښه دا ده چې پر هغه خپل کنټرول ولرو. غوسه کولای شي زموږ پر روح او روان حتی کله کله جسمي حالت ته هم زیان ورسوي.

 څنګه خپله غوسه کنټرول کړو؟ ممکن د غوسې پر مهال داسې څه ووایی چې وروسته به پرې پېښمانه وی. دا وخت یوازې یو څو دقیقې صبر وکړئ او پرېږدئ چې یو څه ارام شی. له هغه وروسته بیا د خپلې غوسې د دلایلو په اړه پوښتنه وکړئ. مقابل لوری به هم په دې اړه د هغوی په نظر منطقي دلیل لري.

ښه ده چې له هغه سره له نرمې لارې مخکې لاړ شئ. پر هغو څیزونو چې ستاسې د غوسې لامل کېږي، د هغوی پر حللارو فکر وکړئ. ایا ستاسې د اوسېدو په خونه کې به ستاسې د ماشومانو شور ماشور تاسې په غوسه کړي؟ د دې پر ځای چې داسې څه ستاسې د غوسې لامل شي، ښه ده چې هغې خونې ته لاړ شئ چې هلته څوک وي. د ژوند ملګری/ملګرې مو د شپې ناوخته کور ته راځي او تاسې نه شی کولای چې له هغه/هغې سره یو ځای د ماښام ډوډۍ وخوری؟

 دا چې تاسې بې ښه و بې بده هغه ته په غوسه شی، ښه ده چې لومړی له هغه کور ته د پس راتللو په اړه پوښتنه وکړئ. که د هغوی ځواب قانع کوونکی و، ښه ده چې د لا ښه ژوند کولو په پار په رخصت ورځو کې له هغه/هغې سره یو ځای کوم ځای ته په چکر لاړ شئ او له هغه سره یو ځای ډوډۍ وخورئ. ښه ده چې دا وخت له پيغور ورکولو ځان وساتئ، ځکه دا کار بیا ټولې اړیکې زیانمنوي.

 دا ومنئ چې ځینې کسان ښه ژوند لري یا یې ښې زده کړې کړې وي او ښه کاروبار لري. له هغوی سره کینه مه کوئ، له هغوی سره کینه ساتل مو په اسانه بیا په غوسه کوي او دا چې تاسې بیا حق نا حق په غوسه یاستی، دا مو بیا شخصیت ته سخت تاوان رسوي.




t