څنګه ښه وینا وکړو؟

څنګه ښه وینا وکړو؟

د دې لپاره چې د ښې وینا کولو مهارت زده کړی، لومړی باید پر موضوع پوره حاکمیت ولری او له هغه څه څخه چې غواړئ وې وایئ، ځان ډاډه کړئ.

هغه څه چې غواړئ خپلو مخاطبانو ته یې ووایئ، په اړه یې پوره مطالعه او څېړنه وکړئ.

کتابونه وګورئ، په انټرنېټ کې پسې وګرځئ او د دې برخې له پوهانو سره خبرې وکړئ، څو مو معلومات پوره وي او که کله هم کوم مخاطب درنه پوښتنه کوي، وکولای شی په پوره دقت او ډاډ سره ورته ځواب ووایئ.

څومره چې د ټاکلې موضوع په اړه ډېر معلومات ولری، په هماغه کچه به مو پر ځان باور هم زیات وي او دا بیا د دې لامل ګرځي چې په پایله کې تاسو په ډېر لوړ جرئت سره خبرې کولای شی او تر تاثیر لاندې نه راځی.

که غواړئ چې د وینا کولو مهارت مو لوړ شي، باید خپل مخاطبان یا هغه کسان چې غواړئ ورته وینا وکړی، په اړه یې فکر وکړئ او ویې پېژنئ.

 ژباړه: حمیدالله حمیدي




t