د سقراط درې پوښتنې

د سقراط درې پوښتنې

ژباړه: عطا محمد مياخېل

هر کله مو چې کومه آوازه واورېده او یا مو وغوښتل، چې کومه آوازه خپره کړئ، نو دا فلسفه مو په خپل ذهن کې ولرئ:

په لرغوني یونان کې سقراط د علم او پوهې د لرلو له کبله ډېر زیات ستایل کېده. یوه ورځ یو ستر فیلسوف، چې د سقراط له ملګرو څخه و، په ډېر هیجان سره هغه ته راغی او وې ویل: سقراطه! پوهېږې، چې ستا د یوه شاګرد په اړه مې څه اورېدلي دي؟

سقراط ځواب ورکړل: یوه شېبه صبر وکړه مخکې تر دې چې ماته څه ووایې، د درې پوښتنې تر نامه لاندې یوې کوچنۍ آزموینې ته ځواب ووایه. سړي پوښتنه وکړه: درې پوښتنې؟ سقراط وویل: هو. مخکې تردې چې زما د شاګرد په اړه، له ما سره خبرې وکړې، د یوې شېبې له پاره هغه څه له ځان سره وازمایه، کوم چې د ویلو هوډ یې لرې.

لومړۍ پوښتنه حقیقت ده، آیا د هغه څه په اړه، په بشپړه توګه ډاډه یې، کوم چې غواړې ماته یې ووایې؟ سړي ځواب ورکړ: نه، یوازې په اړه مې یې اورېدلي دي. سقراط وویل: ډېر ښه، نو واقعاً نه پوهېږې، چې دا خبره سمه ده او که ناسمه.

دویمه پوښتنه: هغه څه چې غواړې زما د شاګرد په اړه یې ماته ووایې، ښه خبر دی؟ سړي ځواب ورکړ: نه برعکس … سقراط زیاته کړه: نو غواړې، چې زما د شاګرد په اړه بد خبر، چې په اړه یې ډاډه هم نه یې ووایې؟ سړی لږ وارخطا شو او خپلې اوږې يې پورته وغورځولې. سقراط بیا وویل: درېیمه پوښتنه ګټور اوسېدل دي: هغه څه چې غواړې زما د شاګرد په اړه یې ماته ووایي، زما له پاره ګټور دي؟ سړي ځواب ورکړ: نه هېڅکله نه. سقراط پایله واخیسته: ته غواړې هغه څه ماته ووایې، چې نه حقیقت لري، نه ښه دي او نه هم ګټور، نو بیا ماته یې ولې وایې؟!




t