د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د پاک چاپيريال لپاره بوټې وکرئ او پالنه یې وکړئ

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د پاک چاپيريال لپاره بوټې وکرئ او پالنه یې وکړئ

د ننګرهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست وايي، د چاپيريال ساتنې په میاشتنۍ غونډه کې، چې د ۴ شنبي په ورځ ، چاپيريال ساتنې په رياست کې جوړه شوې وه، پر هېوادوالوغږ وشو، چې د نیکمرغه ژوند، ښې روغتيا او پاک چاپيريال لپاره د ټولنې هر وګړی بايد خپل مسؤليت ادا کړي، ونې او بوټې وکري او هم يې پالنه وکړي، ځکه چې له پالنې پرته د بوټو کرل ګټه نه لري .

د ننګرهار چاپيريال ساتنې رئيس پوهنمل امين الله یوسفزي وويل : د اقليم بدلون، ناروغيو کنترول، اکسيجن زیاتوالي او د ژوند د نیکمرغۍ لپاره سر سبزي او پاک چاپيريال رامنځته کول مهم دي، د دي هدف تر لاسه کولو لپاره بايد مثمر، غير مثمر او زينتي بوټي وکرو، پالنه یې وکړو او خپله ټولنه له چاپيريالي ناروغيو وساتو.
د کرنې رياست استاځي وویل : سږکال دغه رياست (۲۰۰۰۰۰) دوه سوه زره اصله نیالکي او بوټي تولید او روزلي چې دولتي او نا دولتي ادارو ته به د ټاکلي طرزالعمل له مخې په واک کې ورکړل شي.

د ښاروالۍ استاځي وویل : سږکال به (۱۵۰۰۰) بوټي او نیالګي د سرکونو په ګلدانونو او نورو پارکونو کې کينول شي او پالنه به یې هم وشي .
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په استاځۍ ، د دغه رياست د اطلاعاتو امر شيرشاه همدرد وویل : د پاک چاپيريال رامنځته کولو لپاره فکري رغونه او عامه پوهاوی اړين دي ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په دې برخه کې په جديت سره کار کوي، د تياتري پارچو، خبرونو، رپوټونو او عامه پوهاوي د نورو برنامو له لارې خپلي هڅې ګړندۍ کړيدي.

ده په رسنوالو هم غږ وکړ، چې د پاک چاپيريال په رامنځته کولو کې فکري رغونه وکړي او خلک د کينول شویو بوټو او نیالګیو پالنې او ساتنې ته وهڅوي.




t