درې پوښتنو ته ځواب موندل بویه – عبدالغفور لېوال

درې پوښتنو ته ځواب موندل بویه – عبدالغفور لېوال

۱- د فیزیکي او مادي بیا رغوونې ګڼې بېلګې شته؛ تر دواړو نړیوالو جګړو روسته د اروپا رغښت او داسې نور. تراخلاقي بحران او سقوط روسته د یوې ټولنې معنوي اخلاقي بیا رغوونه څنګه کیږي؟ کوم موډلونه د بېلګې په توګه ښايي وکتل شي؟ په تېره بیا په ختیزو دودیزو ټولنو کې؟
۲- کومو ټولنو د ښار و کلي ترمنځ د مخامختیا، دوښمنۍ او شخړې اړیکه په بریا د ملګرتیا، مرستندويۍ او له اقتصادي پلوه یو د بل ملاتړې اړیکې ته اړولې ده؟ د دې دواړو ترمنځ فرهنګي سوله څنګه راتللای شي؟ ښاروکلي څنګه پر ګډو ارزښتونو باوري کولای شو؟
۳ـ ټولیزه او ټولنیزه ارواپوهنه څه وايي؟ چې قتل شوې عاطفه څنګه بېرته راژوندۍ کېدلای شي؟
باور لرم، چې د فردي ارواپوهنې ډاکتران به په وګړي ( فرد) کې د عصبیت و تشنج او وارله مخه پرېوتو ګرومونو ( عقدو) په درملنې د وګړي په اروا کې عاطفي ولولې بېرته راژوندۍ کړای شي، خو زما پوښتنه په ګردسره ټولنه کې ده، ځکه موږ د یوه ملت په حیث بې عاطفې شوي یو. اوس نو دې ته یوازې ارواپوهنې ته نه، چې ټولنپوهنې، فرهنګپوهې او تاریخپوهې ته هم اړتیا شته او څه ناڅه نېغېدل و جرئت هم غواړي.
ټولنیزه عاطفه څنګه ژغورل کېدلای شي؟
که د بېځایه تاویل وماویل او غیبت و لانجو پرځای کتابتونونو او علمي بحثونو ته سر ورښکاره کړئ او دغو پوښتنو ته ځواب وموندلای شئ، زماغوندې ناپوهه په پوهولو او ټولنې ته د مثبتو ورزدکړو کې به مو یو څه لاس کړي وي.
یاالله ، لږ اراده او همت وکړئ، خدای مو وبښه .

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t