د وټساپ یوه لویه ستونزه یې حل سوه؛ نور یې بې غمه کاروئ

د وټساپ یوه لویه ستونزه یې حل سوه؛ نور یې بې غمه کاروئ

په واټساپ کې یوه داسې امنیتي نیمګړتیا کشف او لیرې سوې چې ناپېژانده کسانو ته یې د کارن د شخصي فایلونو کتلو موقع ورکاوله د سایبري امنیت د چارو کارپوهان وايي، که چا کارن ته یو مخرب لینک لېږلی و، او د کارن لخوا خلاص سوی و، کولای یې سوای چې په مټ یې د کارن په کمپیوټر کې سته معلومات لاسته کړي وای که کوم کس د دې خلا له لارې له برید سره مخ کېده، یو لینک به یې ترلاسه کاوه چې ظاهرا به د واټساپ لخوا و، خو که چیرې کارن خلاص کړی وای، د دې نیمګړتیا له امله به د تړوني لېږونکي کس کولای سوای چې په کمپیوتر کې موجودو فایلونو ته لاسرسی پیدا کړي دا نیمګړتیا، چې یوازې د واټساپ په ډسکټاپ نسخه کې موجوده وه، اوس لیرې سوې او ګومان نه کیږي چې چا دې ناوړه استفاده ترې کړې وي د واټساپ په وروستۍ بڼه کې دا ستونزه حل سوې ده. واټساپ خپلو کارنانو ته خبرداری وکړی چې په خپلو موبایلونو او کمپیوټرونو کې د واټساپ نوې اپډیټ سوې بڼه وکاروي څو له هر ډول امنیتي ستونزې په امن وي.
نو پایله دا اوس تاسې کولی سئ واټساپ په بې غمه زړه وکاروئ.



مالوماتي
t