په ليکنه کې د ښو کلمو انتخاب کارونه او د هغو اغيزې:

په ليکنه کې د ښو کلمو انتخاب کارونه او د هغو اغيزې:

هره ليکنه د وييونو څخه رغول کېږي او په ليکنه کې کلمو کارونه د خښتو مثال لري چې هره خښته په خپل ځاى کارول د يوه مسلکي او پاخه معمار دنده او کار دى،نو په ليکنه کې د ښو کلمو کارونه د يوه فني او زيرک ليکوال ځانګړنه او دنده ده.

د امريکايي ليکوال اندرسن په وينا:
((مونږ بايد په ليکنه کې د کلمو انتخاب او پر ځاى کارونې ته هر اړخيزه پاملرنه وکړو؛ځکه چې د ليکنې ارزښت لوړوي، مضمون ته ښکلا ورکوي او د ليکوال د کاري صلاحيتونو او پراخې مطالعې څرګندونه کوي.))

ليکوال ته بويه چې د مضمون اړوند مناسبې جملو،ترکيبونو اوکلمو په اړه فکر وکړي؛دا ځکه چې هره کلمه د اصلي مانا ترڅنګ نورې ضمني ماناوې هم لري او په عاطفي لحاظ مثبت او منفي خواوې لري،په دې اړه لاندې بېلګه ولولئ!
بېلګه:
د ښکلا د ژوند پاڼه ورژېده.
هغه په حق ورسېده.
هغې پښې وغځولې.
لومړۍ جمله ادبي، دويمه ديني او وروستۍ غونډله د يوه چا په مړينه د خوښۍ ښودنه ده.
ښځه ممکن د ژوند ملګري ته د ماشومانو پلار ووايي،خو مېړه کلمه ورته نه کاروي.
په همدې بڼه ژورناليست بايد په ژورناليستيکو ځېلونو کې د جګړې او نښتې تر منځ توپير وکړي،که داسې ونکړي،نو نوموړي يوه نيمګړتيا کړې ده.
پراخ د سطحې او لوى د قطر لپاره مناسبې کلمې دي،نو
که ليکوال غواړي چې کره او هر اړخيزې پخې ليکنې وکړي،نو دمترادفو او غير مترادفو کلمو شدت، عاطفې خواوو، آهنګ ـــ تال او موسيقيت، د مانا پراخوالي، ايجاز او لنډون ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هره کلمه په خپلې ځانګړې مانا او ځاى کې وکاروي، دغه کړنه به ليکوال سره مرسته وکړي څو ډېر لوستونکي او مينه وال ولري چې دده د ليکنو لوستلو په وخت به نه ستړي کېږي.
په دې توګه ليکوالۍ کې د ښو کلمو انتخاب او کارونه نه يوازې د ليکوال مسلکي وړتيا څرګندوي،بلکې په ټولنه کې د هغه هويت تثبيتوي.

ليکنه: جاويد (سيال)



آدب او کلتور ليکني او ژباړي لیکنه
t