پرون او نن – عطاالله خوږیاڼی

پرون او نن – عطاالله خوږیاڼی

پرون په کوټ ولسوالۍ کې د باروتو بویونه،د وینو ویالې او د غم سرودونه غږیدل،خو نن کوټ ساه اخیستې،کوټ کې سکون تر لاسه کیږي،د کوټوالو اوښکې وچې شوي،په کوټ کې خلکو د مینې شور او د سولې زمزمې شروع کړي.

پرون په پچیراګام داعش پراخه وزرې غوړولې وې،د خلکو کورونه د اورونو کوربه وو، د پچیراګام خلک د ښار په لرو دشتو کې د خیمو او یا هم د استوګنو نا بللې خو اړمن میلمانه وو،پچیراګام ته غځیدلې توره لیکه یواځې د تورو پرمخ پرانیستې وه،خو نن پچیراګام کې د سولې سندرې غږیږي،نن پچیراګام پخپله غیږ کې د نورو سیمو خلکو ته ځای ورکوي،نن د پچیراګام تورې لیکې د سپینو خلکو پرمخ پرانیستې ساتلي.

پرون اچین کې ناتواني وه،پرون اچین کې د وحشت په دسترخوان د انسانانو غوښې خوړل کیدې،پرون اچین کې ساه نه وه، پرون اچین کې سر له تن پرې کېدو،خو نن اچین ته د بریا چپن اچول کیږي،نن اچین په موسکا سره کورنۍ ستنیږي،اچین نن غوړیدلی ښکاري،اچین نن د بریاوو کور دی او اچین کې اوس د خلکو پریمانه شور دی .
پرون خوږیاڼی تورتم وو،پرون د پردیو کوربه وو، پرون په کې حاکمیت یتیم ښکاریده،خو نن په کې د سولې اس په ځغلیدو روان دی،نن په کې د امن لمن پراخه شوه،نن په کې د خلکو جذبې را وپاریدې،نن په کې د امنیت سیلاب موجونه وهي.

پرون چپرهار کې اورونه لګیده،پرون چپرهار د عالم د شهادت کوربه وو، پرون چپرهار کې ملک شهید وو، پرون میندې د اولادونو جنازو ته ژړل خو نن چپرهار کې جوماتونه ډک شول،نن عالم ساه اخیستې،نن ملک جرګې کوي،نن میندې د خپلو اولادونو سره د مینې زمزمې کوي.

نن بهسودو،کامه،دره نور،کوز کونړ،سره رود،ګوشته،دوربابا او نورو ولسوالیو کې خلک ژوند لري،خلک کار کوي او خلک د راتلوونکې هیلې لري.

سرتېرو د خپلو وینو په قربانۍ د خلکو د راتلوونکې هیلې ژوندۍ ساتلي،خو خپله یې همدې ټولنې ته کونډه میرمن،یتیم اولاد،بوره مور،بې اولاده پلار او بې سرپرسته کورنۍ پرېښودلې،خو بیا هم پخپل شهادت افتخار کوي.

خو که مې د شهید سرتېرې قرباني نه منې او که مې د شهید سرتېرې لاسته راوړنه نه وینې نو د یو یتیم ازار به واخلي،د یوې کونډې د خولې به درته د درد د ړندیدو ښیرا ووځي.

زما شهید په قبر کې مه نا قراره کوه، زما ولایت ته د رغونې په نوم را اوړیدلې سترګې مه ور ړندوه او پرېږده،چې نور د دې ولایت د خلکو د هیلو غوټۍ پرانیستل شي،ترڅو پرونۍ جګړه نن اساسي ماته او سبا د رغونې او سولې په نوم ونومول شي.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t