افغانان سوله که اوربند غواړي؟

افغانان سوله که اوربند غواړي؟

حميدالله هوتک سياسي شنونکی

لومړی له ټاټوبي اوونيزي مننه کوم چي تل يې داسي موضوعات رااخيستي، چي واقعا هغه د بحث وړ وي. په دې کي شک نسته چي د افغانستان ټول ولسونه د کلونو راپدې خوا د سولي تږي او يو سوله غوښتونکی ولس دی، نو کله چي اوس د سولي او يا هم د تاوتريخوالي د کمښت خبري کېږي، نو افغان ولس ته سوله پکار ده او هغه چي په هر قيمت وي، يعني په هر قيمت مانا دا چي په ټوله هيواد کي سرتاسري سوله وي او هيڅ يوه سياسي، حزبي…ډله له دې مهمي او سرتاسري پروسې څخه بهر نه وي، تر څو د افغانستان دا ملي موضوع په ملي هڅو حل او فصل کړو او په هيڅ صورت سره يوه ډله، يو ګروپ او يا يو شخص نه سي کولای د افغانستان دې اوږدمهالي کشالې ته دي حللاره ومومي. د دې څه لپاره چي دا ډول ستونزو ته د تل لپاره د پای ټکی کښېښودل سي، په هغه صورت کي د افغانانو يووالي ته ضرورت دی، څو دا ملي پروسه په ښه ډول سره مخ ته يو سي او د افغانستان ولسونه د دې پليتي جګړې څخه خلاص سي. که طالب وژل کېږي، نو هم افغان دی، که د حکومت کوم کس وژل کېږي، نو هم يو افغان دی، طالبان هم سولي ته لېواله دي او افغان ولسونه هم سولي ته لېواله دي. نو فلهذا دلته چي د تاوتريخوالي د کمولو خبره کېږي، نو زه ويلای سم چي دغه د تاوتريخوالي کمښت خپله د سولي يو هنداره ده، نو کله چي دلته تشدد کموالی مومي، دا خپله پر دې دلالت کوي چي سوله راتلونکې ده: لومړی سوله ټوله اړخونه غواړي. دوهم پر مېز باندي د خبرو لپاره کښېنستل او يا هم د سولي پرېکړه ليک د ټولو اړخونو تر منځ امضاء کول، چي دا خپله د اوربند مانا هم لري. ښه خبره دا وه چي اوربند سوی وای او وسي، خو هغه د هغو قوتونو تر منځ يو مېکانيزم دی چي لومړی اوربند وسي او بيا ښکېل اړخونه په خپلو کي سره کښېني او پر خپلو مشکلاتو وږغېږي، خو طالبان په راس کي حکومت نه لري او همدا راز افغان حکومت هم زما په نظر تر يوه ځايه خپل سری نه دی او له بلي خوا طالبا هم له اوربند څخه وېره لري او هغه په دې مانا چي ځيني ډلي دي چي په ياد لوري کي خپله ګټه لټوي. خو سوله چي د ولس حق دی بايد ولس ته مراجعه وسي او يو شی چي ډېر زما په نظر مهم دی هغه دا چي د سولي او روغي جوړي په پروسو کي بهانه ګيري د خنډ سبب ګرځي. ولس سوله غواړي، اوربند که کېږي او که نه، بايد د سولي خبري مخ په وړاندي ولاړي سي، تر څو موږ يوې نتيجې ته ورسېږو .امريکا او طالبان اوسمهال په خپلو کي هوکړه ليک ته نږدې سوي دي او د اوربند مسئله زما په آند، هلته شونې ده چي افغان ولسونه جمع طالبان پخپلو کي سره کښېنو، اوس خو د امريکا او طالبانو تر منځ خبره خلاصه ده، اوس خپله افغانان سره پا ته دي او موږ څنګه کولای سو خپله سره کښېنو. بيا وروسته به وګورو چي آيا په هيواد کي دغه ټک او ټوک دوام ولري موږ خبري کوو او که يا جګړه په ټول هيواد کي ودرېږي بيا نو خبري کوو؟ په آخرو کي يو ځل بيا وايم، چي افغانان اکثريت سوله غواړي او سولي ته لېواله دي.

محمديار يار سياسي شنونکی

افغانان خو په مجموع کي سوله او بيا د سولي په نتيجه کي ثبات غواړي او کله چي سوله رامنځ ته کېږي، نو د سولي لپاره د صداقت او اخلاص ښوولو په توګه باندي د ښکېلو اړخونو تر منځ اوربند ضرور دی. که په رښتيا سره د جګړې ښکېل لوري غواړي چي سوله وسي او که دوی ته په رښتيا سره خلک مهم وي، د خلکو ژوند ورته مهم وي، ملي ارزښتونه ورته مهم وي او انسانيت ورته مهم وي، نو دوی بايد د دې خپل صداقت او اخلاص د ثبوت په توګه اوربند ته غاړه کښېږدي. دا چي يو اړخ اوربند ته نه آماده کېږي او بيا د بهانې په توګه د تاوتريخوالي د کمښت خبره کوي، نو د دې څخه دا مالومېږي چي ياد لوري ته افغانستان او د افغانانو ژوند مهم نه دی او پردۍ ګټي ورته مهمي دي. که چېري وکتل سي، نو تر ډېره زموږ ګاونډيان هم موږ ته مالوم دي، خصوصا لکه پاکستان او ايران، چي همېشه يې د افغانانو په بربادي او بدبختي کي خپل وداني او پر مختګ ليدلی دی. دا که د دې ښکېلو لورو تر منځ کوم لوری اوربند ته غاړه نه ږدي، نو دا ملت ته هم د لمر په څېر څرګنده ده، چي د دوی لپاره اصلا افغانستان مهم نه دی، دوی ته پردي مهم دي او تر ټولو ورته د پرديو ګټي مهمي دي. پر دې اساس، اوربند د سولي لپاره اساس ترين شرط دی، که دغه شرط نه منل کېږي، مانا دا ده چي د سولي سره د دوی کار نسته او د چا چي د سولي سره کار نه وي، د هغه د ملت سره کار نه وي او د چا چي د ملت سره کار نه وي، د هغه سره بيا ملت هم کار نه لري او دوی به په انزوا کي پاتي کېږي او په تاريخ کي به محکوم وي.

صاحب زاده نالان ټولنپوه

که څه هم انسان هغه موجود دی چي په فطري توګه فزيکي او رواني امنيت ته اړتيا لري، ځکه چي فزيکي او رواني امنيت د انسانانو د معنوي او مادي پرمختګونو ضمانت کوي. زه خو په دې باور يم، چي فعلاً افغانان هم سوله غواړي او هم اوربند، ځکه چي زموږ د بدمرغيو لوی لامل جنګ او تاوتريخوالی دي، اما اوس خو پر دې دواړو موضوګانو معاملې شروع دي، چي د دې معاملو په حقيقي ژورتيا څوک نه پوهېږي، يوازي ګمان کوو چي داسي به وي او داسي به سي!. زما باور دادی، چي لومړی بايد اوربند وسي، ځګه چي د سولي لپاره به د هيواد په هره منطقه کي د خبرو او ناستو لپاره زمينه برابره سي، يعني ټول هغه کړۍ، چي اختلافات لري، ولي په اوربند کي کولای سي چي د خبرو او مذاکرو له لاري په اساني سره د سولي د تامين لپاره يو تفاهم ته ورسېږي، ځکه په جنګ او تاوتريخوالي کي د جګړې ښکېلي خواوي نه سي کولای چي د سولي خبري په اساني سره ترسره کړي او دا څه د انسان عقل هم نه مني، چي دوه کسان، يا دوې ډلي دي هم جنګ کوي او هم دي د جنګ پر مهال د سولي خبري وکړي. اوربند د اوسني وضعيت لپاره څوګټي لری: د ملکي تلفاتو څخه مخنيوی کېږي، د بېکارۍ کچه به راټيټېږي، چي په دې سره به د هيواد په ډېرو برخو کي پروژې پلي سي او دا پروژې به د خلکو پر اقتصادي وضعيت قوي آغېز ولري، تجاران به سرمايه دار به دلته پانګونه وکړي، زموږ خلک به روغتيايي، ټولنيزو او نورو بشردوستانه ملاتړونو او خدماتو ته لاسرسی پيدا کړي او خلک به مسقيم د سولي په پروسه کي شامل سي، هغه کاذبي آوازې، چي وايي (سوله پروژه ده)، دا به هم معلومه سي چي حقيقت څه دي، خو که چېري جنګ وي، بيا نو په جنګ کي دغه ارزښتونه ټوله له منځه ځي. زما په باور، اوربند د سولي د تامين لپاره ښه فرصت او اساسي لاره ده.

بسم الله وطن دوست د سولي د ولسي حرکت ویاند

اوربند د سولي کیلي او سوله د ویني د مخنیوي دروازه ده. د جګړې ښکېل اړخونه که په رښتیا ولس نه تېرباسي، که په رښتیا د ولس غم ژاړي، که رښتیا د ولس هیلي، ارمانونه او سرونه مهم وي او که په رښتیا د اسلام د دین د پلوۍ دعوه کوي، نو ولس له دوی څخه د اوربند او سولي غوښتنه کوي. په دې وروستیو کي اورو چي په قطر کي د تاوتریخوالي پر کمښت خبري کېږي او یا هم ویل کېږي چي د تاوتریخوالي پر کمښت هوکړه کېږي. دا اصطلاح بېخي نوې ده، ځکه چي د اصولو له مخي، اوربند د جګړې او سولي د منځ اساسي پوله ده. که اوربند وسي، سوله ده او که ونه سي، جګړه ده. د تاوتریخوالي د کمښت موضوع بیرته تدریجي جګړه ده او بیرته له سولي څخه تښته ده. د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه هیله لرو، چي نور سمدستي اوربند وکړي او نور سره ونه وژني. روان جنګ کي یوازي او یوازي افغانان قرباني کوي. افغان سرتېري وژل کېږي، افغان طالبان وژل کېږي، افغان ملکیان وژل کېږي او بالاخره روانه جګړه کي جرمونه او فحشاء هم د همدې جګړې پیداوار دي. کله چي د کورنیو سرپرستان ووژل سي او یادو کورنیو ته پر وخت خواړه چمتو نه کړه سي، نو مېرمني بازار ته راوځي او داسي له مجبوریت څخه ډکه راوتنه بحشاء ته لار برابروي. له ټولو افغانانو مي هیله ده چي د جګړې د ختمولو لپاره راپورته سي، کنې نو روانه جګړه به نه یوازي دا چي ختم کړي، بلکي په سرونو او عزتونو به مو لوبي وسي.

روزي محمد زابلی سیاسي فعال

زه فکر کوم افغانان دایمي سوله غواړي، داسي یوه سوله چي هر اړخیز ثبات پکي حاکم وي، تر څو د وطن انسان د آرامۍ ساه واخلي، اما داسي سولي ته د رسېدولو لپاره تر هر څه وړاندي د جګړې د طرفینو تر منځ اوربند کول یو مهمترین اقدام دی. د اوربند مهموالی او ګټورتوب درې اړخه لري: اول اوربند د جګړې د موقتي درېدني لپاره یو لړ پوځي او حقوقي اړخونه لري چي طرفین یې په مرعاتولو کي تر هر چا ډېره هڅه کوي، خو د تشدد په کموالي کي دا څه نسته. دوهم په اوربند کي د جګړې د طرفینو د واحدي قوماندې دقیق ظرفیت او درک معلومېږي، ډېری مهال د جنګي ډلو تر منځ په خپلو کي د سولي د توافق پر سر یو لړ اختلافات راڅرګندېږي او یا نور استخباراتي سازمانونه هڅه کوي چي جګړه د ځان په ګټه دوامداره وساتي، نو هغوی غواړي چي د وسلوالو ډلو تر منځ درځ پیدا کړي، تر څو د وسلوالو واحده قومانده او مشترک اهداف مات سوي وي. زه فکر کوم چي د دغي نقطې د درک کولو لپاره د یو جامع او کُلي اوربند شرط یو مؤثر اقدام بلل کېږي. درېیم اوربند د موقتي جنګ ختمول دي. کله چي جګړه په ډګرونو کي ودرېږي، شدت کم سي، نو د طرفینو په نیتونو، ذهنونو او ارادو کي هم نرمښت او خوشبیني راځي، همزمانه جګړه او د مېز پر سر خبري کول د سولي پروسه د خنډ او ځنډ سره مخ کوي. زما په نظر، افغان حکومت او وسله وال طالبان د زمانې په حساس پړاو کي قرار لري، د تاریخ قضاوت د دوی اعمالو ته جدي متوجه دی، دوی باید په خپلو سیاستونو او غوښتنو کي انعطاف وښیي. که یو لوری حتمي اوربند غواړي او بل لوری مطلق اوربند نه کوي، دا نو هغه څه دي چي د سیاست په ډګر کي سیاسي هلي ځلي مطلق ناکامه کوي. طالبان او حکومت باید د ملت غمجنه او بده ورځ په نظر کي ونیسي او د دایمي سولي لپاره چټک ګامونه اوچت کړي. آخرنۍ نتیجه دا ده چي افغانان د یوې دوامداري، باثباته او عزتمني سولي په تمه دي او د طرفینو څخه یې جدي غوښتنه همدا ده چي همدغي سولي ته د رسېدلو په لاره کي فرعي او کوچني مسایل د دغي پروسې لپاره د خنډ سبب ونه ګرځوي.

لعل محمد صفا د پوهنتون استاد

دا معلومه او واضح خبره ده چي افغان ولس سوله غوښتونکی ولس دی او د دې تپل سوي جګړې قربانیان هم همدا افغانان دي. که چېري افغانانو ته د سولي او اوربند دوه وړاندیزه وسي، ممکن اوربند ته اولیت ورکړي، ځکه چي له اوربند سره سمدستي د سولي خبري-اتري دوام پیدا کوي او موږ د یوې جامع او هر اړخیزي سولي په لور حرکت کوو. که چېري اوربند نه وي، اصلا سوله ترسره کېدل غیرممکن دي، موږ کولای سو د اوربند پر مهال یو او بل سره درک کړو او د دایمي سولي لپاره اجماع رامنځ ته کړو چي دا اجماع به افغانانو ته دایمي سوله راولي او همداشان هغه بهرني فشارونه چي پر طرفینو واقع دي، د هغوی لپاره به ممکنه او حللاره په مشترکه توګه پیدا کړو، تر څو په راتلونکي کي د سون د موادو په توګه راڅخه استفاده ونه سي. دا معلوم حقیقت دی چي طرفین نور له جګړې ستړي سوي، اما د داسي سولي طرفدار دي چي نور یې سر او مال په امن او د چا تر تجاوز لاندي رانه سي، اوس خو د جکړې دوام د دې سبب ګرځېدلی، څو افغانان یو پر بل بې باوره کړي، چي دا بې باوري د دې لامل سوې چي اوس د تاوتریخوالي کلمه د افغان دولت د قناعت وړ نه ده او د اوربند غوښتنه کوي، ځکه چي د تاوتریخوالي کلمه واضح نه ده او هر ډول تعریف یې کېدای سي. نو لازمه دا ده چي داسي اوربند رامنځ ته سي چي تعریف او تفسیر یې واضح وي، تر څو د سولي لپاره د حللاري سبب وګرځي او دا تاریخي اوربند نور د افغانانو په خوشحالۍ او دایمي سولي بدل سي.



افغانستان ټاټوبی او خلک

تبصره وکړئ

avatar
t