د ګټې – ګټې فکر

د ګټې – ګټې فکر

مير احمد ياد

واوره شوې وه، سرکونه ټول له واورو ډک وو، تګ پرې سخت و، یو د سورلۍ موټر چاینونه (زنځیرونه) تړلي وو او را روان و. ځان سره مې وویل چې کور یې ودان د خلکو د تګ راتګ غم ورسره دی، وروسته ذهن ته راغلل چې نه د خلکو غم به ورسره نه وي، د خپل کار غم به ورسره وي، ځکه که نن نه وی راوتی، یوه ورځ له مزدورۍ پاتې کېده.

په دې کار کې کمال دا و چې د موټروان ګټه د خلکو او د خلکو ګټه د موټروان په ګټې پورې تړل شوې وه. که موټر نه وي، خلک به هم له کارونو پاتې وي او موټروان به هم یوه ورځ له مزدورۍ بې برخې شوی وی.

په دنیا کې هېڅوک یوازې ژوند نه شي کولای او څوک چې یوازې ژوند کول غواړي یا یې یوازې ژوند کول غوښتل، ډېر زر له صحنې وتي. د ګټې کولو او ساتلو لپاره دا اړینه ده چې موږ خپلې ګټې د ځینو نورو خلکو په ګټو پورې وتړو، څومره چې زموږ ګټې د ډېرو ګټو په خلکو پسې نښلي، هومره به زموږ مزل اسانه وي او له ډوبېدو او غورځېدو به ژغورل کېږي.

دا ګټې په دې توګه سره تړل کېږي چې زموږ معاملې د (ګټې – ګټې) وي. یعنې موږ چې هر چا سره هر ډول معامله کوو، هڅه به مو دا وي چې د دواړو په ګته وي. په نړۍ کې تر ټولو ښه معاملې همدا د ګټې ګټې وي او نن سبا لویې لویې ادارې همدا طریقه خپلوي.

د ګټې- ګټې برعکس لیدلوری بیا (ګټه – بایلات) دی، دا تر ټولو بد فکر دی، یعنې دا چې دې یې وګټم او بل کس دې یې وبایلي، دا فکر په انسان کې ځانځاني پيدا کوي. تر دې بل بدتر لیدلوری بیا (بایلات بایلات) دی. دا هغه حالت دی چې انسان وایي نه دې زما شي او نه دې د بل. دغه ډول ذهنیتونه یوازې د تخریب فکر کولای شي او څه چې رامنځته شوي ټول له منځه وړي.
نو هره اړیکه او هره معامله کې د (ګټې – ګټې) فکر اړین دی، دا به ستاسې ګټې او اړیکې دواړه دوامداره کړي.

لیکوال

جاويد سباوون

جاويد سباوون يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t