په فيسبوک کې جعلي لايک کوونکي او فالووران!!!

په فيسبوک کې جعلي لايک کوونکي او فالووران!!!

نور احمد عايل

کېدای شی تاسې هم ځينې کسان پېژنئ يا شک پرې لرئ چې په فيسبوک کې خپله يو پوسټ وکړي او بيا په پرې له خپل بل نوم اکاونټ کمېنټ او لايک وکړي چې (ماشاالله، خدای دې له بدو سترګو وساته، ته چې نه یې دا دنيا خو ړنګه ده، بايد رييس شې، له وزارت سره جوړېږي او نور….

 ډېر صفتونه چې دا دومره مضريت او تاوان له اصلي کس څخه ماسوا بل چاته نه لري) او کېدای شي ځينې خبرتياوې مو هم پرفيسبوک او نورو ټولنيزو شبکو ليدلې وي چې خلک د يو شي اخيستلو (پېرلو) ته رابولي او بيا په کامېنټ کې څوک ترې د هماغه شي پوښتنه کوي چې په څو دی، زه یې اخلم، ما اخيستی دی ډېر ښه شی دی، او نور …

په هند او چين کې ځينې کارخانې شته چې د فيسبوک او نورو ټولنيزو شبکو لپاره یې ځانګړي او مخصوص کسان په کمپنۍ کې ګومارلي وي او په لسګونو داسې اکاونټونه يې ورته جوړ کړي چې د هغه محصول چې دوی په فيسبوک کې پوسټ کړی په جعلي توګه فرمايش ورکړي او له دې سره نور خلک د خپل محصول اخيستلو ته تشويق او را مست کړي .

تاسې هم کله له داسې پېښې سره مخ شوي یئ؟




t