په کابل کې د چين د سفير خبرې

په کابل کې د چين د سفير خبرې

سرچینه: افغانستان کې د چین سفارت فیسبوک پاڼه

په کابل کې د چين ولسي جمهوريت سفير:
چين او افغانستان دې يو بل ته د لاسونو په ورکولو سره د ساري ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کړي.

په دې وروستيو ورځو کې په چين کې په ناڅاپي توګه د ناول کرونا ويروس په اثر د سږي سخته ساري ناروغي په چټکۍ خپره شوه چې چينايانو له دې امله زياتې قربانۍ ورکړې او د مخنيوي لپاره يې سختې هلې ځلې او کوښښونه ترسره کړي او لا تر اوسه پورې د يادې ناروغۍ په وړاندې زموږ سخته مبارزه روانه ده. په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت د سفير په توګه زه تل د دغې ساري ناروغۍ حالت له نژدې څارم او ورته زياته پاملرنه کوم او له افغان حکومت او خبري رسنيو سره مې د اړوندو معلوماتو پر شريکولو او تبادلې ټينګار کړی او کوم يې. په دغه ليکنه کې غواړم چې افغان دوستانو او ملګرو ته د دې ناروغۍ په اړه اړوند تازه او وروستي معلومات وړاندې کړم.
له دغې ساري ناروغۍ سره مقابله اوس مهال د چيني حکومت تر ټولو مهمه او بيړنۍ دنده ګرځېدلې ده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې اړه د څو ناستو مشري کړې او مهمې لارښوونې يې کړې دي. د چين حکومت د خلکو لپاره د مسؤلانه رويې په ترسره کولو سره د يادې ساري ناروغۍ د وقايې او کنټرول په موخه تر ټولو سخت هراړخير تدبيرونه نيولي چې زياتره يې د روغتيا نړيوال سازمان له لارښوونو، وړانديزونو او د روغتيا نړيوالو اصولو له اړوندو غوښتنو څخه هم سخت دي. چين د خپلو ټولو شته ځواکونو په يووالي سره او د خپل نظام د غوره والي په څرګندولو سره له يادې ساري ناروغۍ سره جدي مبارزه کوي چې په ۱۰ ورځو کې د ”هو شن شان“ په نوم روغتون جوړ شو او د هېواد څه باندې ۷ زره طبي کارکوونکي د سترو خطرونو په شتون کې د بيړنيو مرستو ترسره کولو لپاره وو هان ته تللي دي. له دې څخه دا ښکاريږي چې ددغې ساري ناروغۍ د محوه کولو، له منځه وړلو په اړه د چين ټينګه اراده، وړتيا او زړورتيا څرګندېږي.
د دې تر څنګ چين د نړيوال روغتيايي امنيت د ساتلو په اړه هم دنده او وظيفه پر غاړه اخيستې ده. د يادې ساري ناروغۍ له خپرېدو راهيسې چيني حکومت تل په څرګندې، شفافې او مسؤلانه رويې سره د هېواد دننه او نړيوالو ته اړوند معلومات پر وخت وړاندې کړي او خپروي يې چې په لومړي وخت يې د روغتيا نړيوال سازمان ته اړوند حالت وړاندې کړی، سمدلاسه يې له ياد نړيوال سازمان او نورو هېوادونو سره د ناول کورنا ويروس د جينونو حالت او نقشه شريکه کړې، د مختلفو خواوو اندېښنو ته يې مثبت او پر وخت ځوابونه ورکړي او له نړيوالې ټولنې سره يې خپلې همکارۍ پياوړې کړي دي. د روغتيا نړيوال سازمان لخوا د هغه رپورټ له مخې چې د فبرورۍ په ۳مه نېټه خپور شوی، له چين نه پرته د نړۍ په نورو څو ځايونو کې پر ياد ويروس اخته شوي ټول ۱۵۳ ناروغان ثبت شوي دي. دغه شمېر د چين په دننه کې د ټولو ثبت شوو ناروغانو له ۱ سلنې نه هم کم دی. تر اوسه پورې په افغانستان کې له نېکمرغه هېڅوک په دې ناروغۍ او ويروس اخته نه دي پيدا شوي.
په ۲۰۰۹کال کې په امريکا کې رامنځته شوی H1N1 انفلوېنزا د افغانستان په ګډون ۲۱۴ هېوادونو او سيمو ته خپره شوې وه. اوس په چين کې د ناول کورنا ويروس له امله د مړينې انډول کابو ۲.۱٪ دی چې په ۲۰۰۹کال کې د H1N1 انفلوېنزا او نورو پخوانيو پېښو شوو ساري ناروغيو په پرتله په ډېره ټيټه کچه کې دی. له دې څخه ښکاري چې د چين حکومت د يادې ساري ناروغۍ د خپراوي د کنټرول او د نړيوالو د روغتيا ساتلو لپاره تر خپلې وسې پورې زياتې هڅې کړې او تر ټولو اغېزمن تدبيرونه يې نیولي دي.
بل زيری دا دی، د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه په چين کې د هغو کسانو شمېر چې له دې ناروغۍ څخه جوړ شوي د مړو شوو ناروغانو په پرتله زیات شوی دی. د فبرورۍ د ۴مې نېټې تر پايه پورې په ياد ويروس اخته شوي ټولټال ۸۹۲ ناروغانو درملنه شوې او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي. دا د اوسني حالت د کنټرولولو لپاره يوه مهمه نښه ګڼل کېږي. اوس ورځ تر بلې مخ په زياتېدونکي ناروغان دوباره رغيږي او جوړېږي. باور لرو چې د يادې ساري ناروغۍ د خپرېدو په حالت کې به هم ډير ژر خامخا ښه والي رامنځته شي. چيني حکومت او وګړي پوره باور، توان او کافي لوازم په لاس کې لري چې ژر دغه ساري ناروغي بيخي محوه او له منځه يوسي.
زموږ افغان ملګرو په چين کې له يادې ساري ناروغۍ سره د مبارزې پر برياليتوب باورمن دي. جلالتمأب ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري او د عامې روغتیا وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز څو ځلې د بېلابېلو چينلونو له لارې پر چين پوره باور څرګند کړی دی. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د درېيم سياسي رياست رئيس سلطان احمد بهين د افغانستان- چين دوستۍ ټولنې هم له چين څخه ملاتړ کړی دی.
په ټوېټر کې زيات شمېر افغان ملګرو موږ ته د يادې ساري ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ژر برياليتوب هيلې ښودلې دي. دا ټول زما او زموږ د هيواد روحيې لوړېدا سبب شوي او د چين او افغانستان ترمنځ د متقابلې مرستې، ملاتړ او ژوره دوديزه دوستي مې هم ترې احساس کړې ده. برسېره پر دې، زيات شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د چين پر هڅو او تدبيرونو ”د باور بيانونه“ هم ورکړي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تېدرس ادهانوم ګيبرييسوس وويل، چين له ساري ناروغيو سره د اغېزمنې مقابلې په برخه کې د نړيوالې ټولنې لپاره يو ښه نمونه ګرځېدلی دی. هغه د چين پر پوره توان باور وښود او و يې ويل چې پر چين يا چينايانو باندې د نړيوالو سفرونو د محدوديت لګولو لپاره هېڅ دليل نه شته.
ځينو افغان ملګرو را څخه د هو بۍ په ولايت وو هان ښار کې د افغان محصلينو د اوسني حالت په اړه پوښتنې کړې. زه تل د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست او د عامې روغتيا له وزير سره د اړوندو معلوماتو په اړه تبادله ساتم. څو ورځې دمخه مې په ځانګړې توګه د عامې روغتيا له وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز سره کتنه وکړه، ورته مې په چين کې د افغان محصلينو وروستي حالت په اړه معلومات ورکړل او د دوی د روغتيا په اړه مې ډاډ ورکړی دی. ډاکټر فېروز په دې ډېر خوشاله شو او له چين سره اړوندې همکارۍ او همغږۍ د دوام ورکولو نيت يې څرګند کړ. زما سفارت په وو هان کې له څو تنو افغان محصلينو سره اړيکې ټينګې کړې او پر وخت د دوی د وروستي حالت په اړه معلومات تر لاسه کوي. په وو هان ښار کې د مجتبی ناصري په نوم افغان محصل څو ورځې دمخه په فېسبوک کې يو پيغام خپور کړ چې ويلي دي: که څه هم زما پر وړاندې ناول کورنا ويروس ډېر خطرناک دی، خو زه په وو هان کې هېڅ نه ويرېږم. د ده په خبره اوس مهال خوراکونه کافي او ژوند يې هم په منظمه توګه روان دی. برسېر پر دې، هغه د دغې ساري ناروغۍ پر کنټرول پوره باور څرګند کړی. دا ډېره متأثره کوونکې خبره ده چې افغان محصلين د وو هان وګړو سره يو ځای دي او د دغې ساري ناروغۍ په وړاندې په ګډه مقابله کوي. د چين او افغانستان ترمنځ د متقابلې مرستې او ملاتړ په اړه ښه دودونه، کارنامې د داسې ځوانانو په کړو وړو کې موږ ته پوره څرګند او معلوميږي.
په پای کې غواړم ووايم چې ويروس بې پوله خپرېږي. ساري ناروغي د لنډې مودې لپاره خپرېږي، خو همکاري د اوږدې مودې لپاره دوام لري. د ساري ناروغۍ د سختې خپرېدو په وړاندې زياتره هېوادونو له بېلا بېلو لارو چارو د چين څخه ملاتړ کړی دی او يا هم ورته مرستې برابرې کړې دي. موږ له ټولو څخه مننه کوو. ټول هېوادونه بايد د عامې روغتيا له بحران سره د مقابلې په وخت کې لاسونه يو کړي، په ګډه سره دې اوسنۍ ستونزې ختمې او ليرې کړي، نه دا چې د نورو هېوادونو له بحران څخه ناسمې ګټې واخلي. چين به د افغانستان په شمول له نړيوالې ټولنې سره اړوندو همکاريو ته دوام ورکړي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو د سر امنيت او روغتيا د ساتلو لپاره به نه ستومانه کېدونکې هڅې او کوښښونه وکړي.
د فارسي ژبې يو مشهور شعر دی:
بنی آدم اعضای یک دیگرند
که در آفرینش ز یک گوهرند
چون عضوی بدرد آورد روزگار
ديگر عضوها را نماند قرار
نشايد که نامت نهند آدمي
تو کز محنت ديګران بی غمي
چين او افغانستان له زرو کلونو راهيسې تل د وروڼو په شان نيک ګاونډيان او ښه دوستان پاتې شوي دي. باور لرم چې د دوو هېوادونو په ګډو کوښښونو سره له ساري ناروغۍ سره دغه مبارزه به خامخا د برياليتوب پړاو ته رسيږي.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t