د منظور پښتین زنداني کولو کې د پاکستان پروت هدف؛ خو تاواني!

د منظور پښتین زنداني کولو کې د پاکستان پروت هدف؛ خو تاواني!

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین او نورو مخکښو غړو نیولو کې د پاکستاني حکومت یو لوی هدف پروت و. دا هدف د یاد غورځنګ د عملي او انګیزوي قوت معلومول وه. چې په کوزه پښتونخوا، بره پښتونخوا او حتی د نړۍ په کُره کې د ویشل شویو او مېشتو پښتنو غبرګون او انګیزه په کوم وزن ده؟
دا حرکت یو سوله ییزه او سنجیده حرکت دی. مشران او رهبري يې خورا محتاط او سنجیده روان دي. ددې غورځنګ د ایجاد پر وخت پاکستانۍ استخباراتي ادارې فکر کاوه چې لکه د نورو حرکتونو به ژر وویشل شي، محدودې او ممکن فردمحوره غوښتنې به مطرح کړي، یا به هم زمونږ په غورزو او ګواښونو وویریږي.
وروسته به شي، مات به شي. ختم به شي. یا به هم د نورو حرکتونو په څیر د پښتنو اجیر شویو، یا د پنجاب په اشاره او پلان شویو ګوندونو کې ګرو شي. د پښتونولۍ د وچ تمثیل په تاثر به د دوی غېږو ته وغورځیږي. قومي بدنه او پراخه لمن به ونلري.
خو دا هرڅه غلط ثابت شول. دا غورځنګ د یوې مقدسې ایډیالوژۍ(پښتون ته ژوندون غواړو) او سپېڅلو موخو د تحقق او ترلاسوي لپاره رامنځته شو، د کوم سرچینه چې د اوږد درد، د ظلم او وحشت د زوال، د خپلو ماشومانو(راتلوونکو نسلونو) د هوساینې په ټوله کې د د پښتون انسان لپاره د انساني ژوند د شرایطو د رامنځته کېدو یا په ټوله کې د (ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره سرښندنه او قرباني وه/ ده).
ددې غورځنګ د بریالیتوب نښې او قرائن بېخي څرګند دي. یو دا چې د دوی داعیه او غوښتنې د ټولو بشري قوانینو(شرعي او حقوقي موډولونو) له چوکاټ وتلې نه دي. برحقه دي. متضادې او منافي نه دي چې څوک ورته د ملامتۍ ګوته ونیسي. دویم دا چې دا حرکت د کوم سیاسي ګوند په ګرو او انحصار کې نه دی. بلکې تردې پورته او پراخه دی. ټولو سیاسي ګوندونو ته یې خپله غېږه خلاصه پریښې.
مشران او رهبران یې قومي او سیاسي سوداګر نه دي. دردمن، معصوم ځوانان دي. د خپل ولس له نبضه راوتلي او پر نبض یې پوهیږي. په خاوره ورسره کیني، په جومات، حجره او لاره ورسره راټوليږي. عُقده نه لري، ریا نه لري، شتمن نه دي.
درېیم دا چې دا حرکت د نورو قومونو او میلیتونو سره ستونزه نه لري. د هغوی د حق خوړولو فکر ورسره نشته. بلکې خپل حقوق غواړي، خپل درد و غم ژاړي. په نورو ظالمان نه دي.
څلورم دا چې دې غورځنګ سره د حکومت په لاس کې اخیستو فکر نه دی، او نه هم د جغرافیوي، فرهنګي نفوذي سیاست د پراخوالي پلان لري. بلکې خپل قوم او خلکو ته ژوند غواړي.
دارنګه ما په ۲۰۱۱ م کال کې د احمد رشید یو لیکل شوي کتاب کې ولوستل چې هغه د پښتنو د داسې یو غورځنګ د منځته راتګ وړاندوینه کړې وه چې د پښتنو له منځه به یو حرکت راپیلیږي، مبارزه به کوي او پایله کې به بریالی کیږي هم، ځکه چې ریاست ددې لوی قوم سره ظلم کوي، پنجاب ۷۰ کاله کیږي د پښتنو حق خوري، پښتون قوم نور تنګ شوی، مجبور دی چې راپاڅي غږ پورته کړي چې همدا د پاکستان د تجرید او تجزیې د څلور ګونو عناصرو له جملې یو دی.
ریاست هڅه وکړه چې یاد غورځنګ او پښتنانه مجبور کړي چې په تاوتریخوالي لاس پورې کړي، د عدم تشدد لاره په تشدد بدله کړي؛ ترڅو یې بیا پوځ د باغیانو تر نامخ لاندې وځپي. او په دې توګه به هرڅه ورختم کړي، ځکه دا حق ورته حاصلیده.
ښه شوه حوصله وشوه/ کیږي. د منظور په نیولو او زنداني کولو سره لا د پښتنو ترمنځ فکري انسجام او وحدت ته لاره هواره شوه، پسې لا پیاوړی شو. ښه استفاده ورڅخه وشوه، غږ نړۍ وال شو، ریاست یې خپل رنګ کې کوډ کړ. ځکه د منظور نیول او اوږدې مودې لپاره یې بند کې ساتل دا معنی چې د پاکستان حکومت ستوني ته د زندۍ ولونه ور لویږي. پرې د نړیوالو بنسټونو فشار، د دولتونو او سیاسي ګوندونو فشار، دارنګه سل ډوله نور سرخوږۍ او تشویشونه هغه څه دي چې پښتین په زندان کې نشي ساتلی او نیول یې ورته تاواني وه.
ځکه دا هرڅه دا وخت د بشري حقونو خلاف دي؛ ریاست پرې ملامتیږي. د ریاست ستنې لړزیږي، په هوا دي. ناکام دی، غورځي. مقابل کې پي ټي ایم لا پیاوړی کیږي، حوصله یې قوي کیږي، انرژي اخلي. خو د لر و بر افغانانو مسوولیت دا دی چې لا نور هم سره نیږدې شي. میدان خوشي نه کړي. ونه ویریږي.

جان اغا بهار

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t