د محمد «ص» د لومړۍ مېرمنې بي بي خديجې «رض» مقبره

د محمد «ص» د لومړۍ مېرمنې بي بي خديجې «رض» مقبره

دا د رسول الله صل الله علیه وسلم د لومړنۍ میرمنې ، ام المؤمنین بي بي خدیجې رضی الله عنه مقبره ده !!
حضرت بي بي خدیجه رضی الله عنها د رسول الله تر نکاح دمخه کونډه او ډیره شتمنه وه او د کوچینوالي را هیسې پاک لمنې او نیکه ښځه وه او خلکو به ورته له ډیری پاکۍ څخه (طاهره) یعنې پاکه او سپیڅلې ویله.
هغه وخت د مکې د خلکو کاروبار سوداګري وه ، په اوړي کې به شام ته تلل او د هغه ځای توکي به یې را وړل او په مکه کې به یی خرڅول ، ژمي کې به یمن ته تلل ، که څوک به په خپله نشو تلای خپل مالونه به یی بل چاته ورکول او په ګټه کې به یې له ځانه سره شریکول.
حضرت محمد صل الله علیه وسلم هم د دود له مخې تر نبوت د مخه سوداګري کوله زیاتره به یی خپل مال ووړ ، خو کله به یې د بل چا مالونه هم وړل.
رسول اکرم د خپلی امانتګارۍ او هوښیارۍ له امله په سودا ګرۍ کې ډیره ګټه کوله ، نو هر چا غوښتل چې مال یی یوسي.
یوه ورځ ورته بي بي خدیجې هم خپل مال ور وسپاره ، قافله شام ته تله ، خدیجې خپل نوکر (میسره) هم ورسره ولیږه ، له سفر نه چې را ستانه شول ، نو د رسول الله د هوښیارۍ او امانت ګارۍ له امله یې ډیره ګټه وکړه ، د بي بي خدیجې نوکر د زلمی محمد ( صل الله علیه وسلم ) ډیره ستاینه ورته وکړه ، نو دخدیجې پر زړه د زلمی (صل الله علیه وسلم) غوره اخلاق او اما نتګاري ور ننوتل او ډیر اثر یې پرې وکړ.
بي بي خدیجې خوب لیدلی وو چی ، زما په کاله کې له اسمانه لمر را کوز شوی وي او ټول کور یی روښانه کړی وي، خوب یې خپل د تره زوی ( ورقه بن نوفل ) ته ووایه هغه دتورات او انجیل ډیر لوۍ عالم وو ، هغه ورته په ځواب کی وویل ، اخرالزمان ( وروستی ) پیغمبر راتلونکی دی او ته به ورسره نکاح کوې.
له هغې ورځې را هیسې ، بي بي خدیجه سخته په انتظار کې وه ، ډیرو سترو سردارانو او مخورو ترې د نکاح غوښتنې کړې وې ، خو هغې یوه هم ونه منله.
خو کله چې خدیجې (رض) له خپل نوکر څخه ددغه زلمی ستاینه واوریده ، نو په زړه ور وګرځیدل چې هغه اخرالزمان نبي به همدغه سړی وي ځکه یې نو په خپله ورنه د نکاح غوښتنه وکړه ، نو محمد (صل الله علیه وسلم) له خپل تره ابو طالب سره په دې اړه مشوره وکړه ، هغه سلا ورکړه او نکاح یی ورسره وکړه ، د حضرت محمد (صل الله علیه وسلم) له لوري یې ترونه او ځینې نور خپلوان د خدیجې کورته ولاړل ، ابو طالب او ورقه بن نو فل د دواړو له خوا د نکاح رسم او دود پرځای کړل ، چی په دې وخت کې حضرت محمد (صل الله علیه وسلم) د ۲۵ کالو په عمر او خدیجه ۴۰ کلنه وه.
ددوی د نکاح ثمره ۶ اولادونه شول چی دوه زامن او څلور لور ګانې وې.

سيد رفيع الله قلم




t