‎د هیلې نجیب او زما خبرې:

‎د هیلې نجیب او زما خبرې:

شفيقه خپلواک

‎د ښادۍ فیسبوک یې کړې، خلک خپل غوږ ته نه ګوري سپي پسې من‌‌‌‌‌‌ډې وهي. پر ټویټر یو ټرین‌‌‌‌‌‌ډ و، چې سوله وشي څه به کوئ؟ د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب لور لیکلي و چې که سوله وشي د پلار قبر ته به ځي. ما ورته ولیکل چې زه هم ستا غوندې د پکتیا یم. ستا د « ابا خړ پړ او ویجاړ قبر مې لیدلی، خو د کمونستان وخت کې زما د نیا دوه وروڼه ژوندي ورک شول، چې قبر یې لا نشته. » خبرې مې تحریف شوې. ما کله د چا په اړه قصاوت نه دی کړی، نه یې کوم. دا به وخت او تاریخ کوي. خو څه چې مې نه و لیکل راپسې وتړل شول، او تر ټولو بد دا چې ‌‌‌‌‌‌ډېرو مې پلار ټارګیټ کړ:

‎۱: دا یو ملي بحث و. زما موخه دا وه چې ووایم هیله یوازینۍ نجلۍ نه ده چې دې جګړه کې یې پلار بایللی، د هیلې غوندې میلونونه ښځې دي چې د کورنۍ یو نه یو غړی یې بایللی. د دې وطن هر لور او زوی ځورېدلی، دردېدلی خو زموږ دا « درد هېڅکله مشترک او ګ‌‌‌‌‌‌ډ نه و ». دا درد تل پراګنده و. موږ ته یوازې د یوه فکر، ایدیالوژۍ، عقیدې او سیاسي نظریې پخاطر د یو بل مرګ روا و او دی. موږ ټول یې تاواني کړي یوو. جګړه په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول کورنۍ جګړه هېڅ ګټونکی او اتل نه لري. جګړه کې یوازې خلک بایلي، څوک لږ، څوک ‌‌‌‌‌‌ډېر، څوک پلار، څوک ورور. حداقل زه دا ‌‌‌‌‌‌ډول احساس لرم. او حق یې لرم وې لرم. که یو څوک فقط د متفاوت فکر له امله فریاد کوي، درد یې درد او مرګ یې مرګ ګڼل کېږي، د بل چا بیا د بدل فکر له امله درد او مرګ بې مانا دي، حداقل ماته انصاف نه دی. ماته انسان مهم دی! د انسان ژوند مهم دی! دا منطقي فکر دی که بې منطقه راته مهمه نه ده. د دې ملت د ژغورنې یوازېنۍ لار دا ده چې دا درد په ګ‌‌‌‌‌‌ډه حس کړو. په ګ‌‌‌‌‌‌ډ له جګړې کرکه وکړو او « نه » ورته ووایو. هیلې نجیب دا خبرې درک کړې بېرته یې ‌‌‌‌‌‌ډېر صمیمي ځواب راکړ. خو ځینو ته کیسه ختمه نشوه.

‎۲: ‌‌‌‌‌‌ډېر اصلي موضوع پسې ونه ګرځېدل. ځان یې په عذاب نکړ چې پوه شي ما څه لیکلي و. ما هېڅ ځای، هېڅکله ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب مسوول نه دی بللی. یوازې یوې دورې ته مې اشاره کړې چې د نجیب په شمول ځینې نور یې هم مشران تېر شوي. او څه چې مې لیکلي و دروغ نه و، له ځانه نه و، محاکمه مې هم د چا نه وه غوښتې. یوازې د یوه پټ درد او داغ یادول و چې د دې وطن ‌‌‌‌‌‌ډېرو خلکو ساتلي او ورسره مري. ځینې وخت « Facts »واقعیتونه تر هر څه مهم وي. احساسات، عواطف، افکار، شخصي نظریې، او ای‌‌‌‌‌‌ډیال لرل په هر صورت خو واقعیتونو نه سترګې پټول نه دي پکار. ایدیالوژي انسان ړندوي. څومره چې یې نه لرئ، هغومره به ښه وینئ، ښه به درک کوئ او ښايي ګټور انسان شئ.

‎۳: زه او زما پلار دوه جلا شخصیتونه یوو. زموږ مسلکي لارې بیخي جلا دي. ځینو هسې عقدې په دې مسله کې سړې کړې، او تر ټولو ناځوانه کار یې همدا و چې زما پخاطر زما کورنۍ ټارګیټ کړي. دا په بحث کې د ماتې په مانا ده، چې وې بایلې بیا شخصي بریدونه کوي. هېڅوک د چا د خبرو او کړنو مسوول نه دي مګر خپل. زما پلار دې مسلې سره هېڅ ربط نه لري، نه یې درلود. دا زما شخصي احساس او نظر دی. او زموږ کور کې شکر دا حوصله شته چې بېلابېل افکار وزغمل شي، لطفا تاسې یې هم پيدا کړئ.

‎۴: ما اړتیا نه لیدله دا سپيناوی ولیکم. فکر مې وکړ چې خبره به تېره شي. خو خلک یې هره ورځ رایادوي. ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت خلک هغه څه اوري چې غواړي وا یې وري. ځینې یوازې عقديي برخورد کوي، ښايي هېڅکله د رخې او بد بینۍ دا عینکې لیرې نه کړي. خو فقط دومره وایم چې زما او هیلې نجیب تر منځ اصلا دا ‌‌‌‌‌‌ډول بحث نه و تبادله شوی چې خلکو مشهور کړ. هغې سره مې خبرې وشوې، زموږ تر منځ فضا بیخي ښه او عادي ده. اصلا لږ ناسم پوهاوی هم نه و شوی. تاسې لطفا خپل سرونه مه شکوئ. ارام وکړئ! له موره میره نه ده میینه! قربان!

لیکوال

جاويد سباوون

جاويد سباوون يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t