له ماتې وېره مو له بریا پاتې کو

له ماتې وېره مو له بریا پاتې کو

ي د آی بي ایم بنسټګر ټامس واټسن وايي، که غواړﺉ ډېر بریالي وی، له ماتې مه وېرېږئ. مانا دا چې په کسب او کار کې ماتې د بري محرکه قوه ده.

هغه کسان چې له خپلې ماتې درس واخلي او د جبران په لټه کې یې شي، په خپل کار کې بریالي کیږي.

هوښیار او وړ کسان له خپلو ماتو درس اخلي، خو نور هغه له ماتې وروسته خپله روحیه له لاسه ورکوي. د بېلګې په توګه، تاسې په یوه شرکت کې کار کوی، کار درنه خرابیږي، کوښښ مه کوﺉ چې په خپله خرابي او ماتې ټول خبر کړﺉ، هڅه وکړﺉ چې جبران یې کړﺉ.

له واقعیتونو سره له مخامخ کېدو وېره مه لرﺉ، ځکه په دې وېرې سره ستاسې د بریالیتوب مخه ډب کیږي.

 تاسې که د نړۍ د میلیاردرانو تېر ژوند وګورﺉ، ډېری هغو یې په ژوند کې سختې ماتې خوړلې دي، خو وروسته په خپلو چارو کې بریالي راوتي دي او پر خپلو پښو درېدلي دي.

له ماتې پرته بریا ناشونې ده، ماتې ده چې بریا ته لاره هواروي.

 ژباړه: احمد الهام




t