د اقتدار مینې له چارواکو ملي مسایل هېر کړي دي

د اقتدار مینې له چارواکو ملي مسایل هېر کړي دي

عزیز چوپان

په افغانستان کې د ۱۳۵۷ کمونستي کودتا او بیا په ۱۳۵۸ کې افغانستان ته د روسي لښکرو راتګ افغانستان ته ډېر لنډمهاله او اوږدمهاله زیانونه واړول. د کمونستي حکومت ړومبنی اقدام دا و چې ولس او د ولس له ملي ارزښتونو سره یې جنګ شروع کړ. سره له دې چې مارکس کومې تاریخي دورې په ګوته کړې وې هغه د تاریخپوهنې له مخې سهي نه دي؛ ځکه مارکس یو مؤرخ نه؛ بلکې د فلسفې مدعي و؛ خو که همغه د مارکس د تاریخي دورو وېش هم په پام کې نیول شوی وای؛ نو باید یوې دورې، خپل ځای بلې دورې ته پرېښی وای. که څه هم د کمون اولیه او بردګی دورې خو نه وې؛ خو کمونستانو چې هغه د فیودالیزم کوم سرني وپنګول؛ نو افغانستان خو یوه فیودالي ټولنه نه وه، بیا که دا ټولنه فیوډالي هم وای، باید خپل ځای یې پانګوالۍ ته پرېښی وای او تر هغې وروسته یې سوسیالیزم ته قدم ایښی وای؛ خو د افغانستان کمونستانو هغه د خپل «پیر» مارکس دتاریخي دورې وېش هم نالیدلی و ګاڼه؛ د فیوډالیزم چغې یې پیل کړې او له هغه نه یې هم له واره سوسیالیزم ته ټوپ کړل؛ له واره یې د ځمکو وېش شروع کړ، د چا چې ځمکه زیاته وه، هغه یې ترېنه واخسته او پر غریبانو او دهقانانو یې ووېشله، د دې میلې د ګرمولو له پاره یې مارشونه شروع کړل؛ خو چا ته چې دا ځمکه وېشل کېده، هغوی نه اخسته او که له ډاره به یې واخسته چې حکومت یې پخپلو مخالفینو کې و نه شمېري؛ نو غلې به یې بېرته ځمکوال ته پرېښوده. په ۱۳۷۱ کې چې کمونستي حکومت سقوط وکړ، هېچا هم ادعا و نه کړه چې دغه شپږ جریبه ځمکه زما ده او د وخت حکومت را کړې وه، چې خبره بېرته زړه په زړه شوه. د دې تر څنګ حکومت له ولس سره جګړه پیل کړه، علما، قومي مشران او متنفذین، روښانفکران، روحانیون او نور یې یو پله بل پسې ونیول، زندانونو ته یې واچول چې ډېرو لږو به د خلاصون چانس وموند او نور به یې شهیدان او په یوه نامعلوم ځای کې به یې په ډله ییزه توګه ښخ کړل چې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په وخت کې په مختلفو ولایتونو کې یو شمېر دغه ډله ییز قبرونه وموندل شول. د افغانستان ولس د میلیونونو په شمېر ګاونډیو هېوادو ته په هجرت اړ شول، چې اوس لا یو شمېر احمقان او د هېواد له حالاتو ناخبره سیکولریزم ځپلي ځوانان اعتراض هم کوي چې دې افغانانو ولې ګاونډیو هېوادو ته هجرت وکړ چې اوس هغوی په اسانه زموږ په هېواد کې لاسوهنه کوي؛ خو هغوی هېڅکله د خپل هېواد دتاریخ په وینو لړلې پاڼې و نه لوستې چې هغه مهال روسانو او د روس بړېڅو په افغانستان کې څه حال پیل کړی و چې دا د میلیوني مهاجرتونو علت ورته معلوم شي.

په هر حال دا هم واقعیت دی چې زموږ ګاونډيانو له همغه حالت نه په ګټې اخستنې سره د افغانستان، ځنګلونو، سیندونو، معدني زېرمو او نورو شتمنیو ته هم لاس را اوږد کړ، له افغانستان سره عمدتاً دوه ګاونډیانو ستونزه درلوده چې هغه ایران او پاکستان وو. د افغانستان او پاکستان تر منځ عمده اختلاف، د ډېورنډ  کرښې د رسمیت او نه رسمیت پر سر و، زه باور لرم چې که هغه مهال دواړو هېوادو لږ له تعقل نه کار اخستی وای، د دې مسألې تاریخي بهیر او حقوقي اعتبار ته یې مراجعه کړې وای او په سړه سینه یې په دې برخه کې مذاکرات پیل کړي وای، دا موضوع نه لانجمنه کېده او نه یې وروسته رېښې پیدا کولې. که څه هم چې ظاهر شاه د پاکستان د تشکیل پر مهال په همغو لومړیو کې خپل استازی ډاکتر نجیب ا … توروایانا کراچۍ ته د پاکستان باني محمد علي جناح ته ور واستاوه او هغه یې هرکلی هم وکړ او په دې برخه کې یې ورسره د همکارۍ ژمنې هم وکړې؛ خو له هغه نه وروسته پاکستاني مشرانو د هغه پل تعقیب نه کړ او خبره یې دښمنۍ ته بوتله چې همدغه روحیه او د ترخې ژبې کارول په ۱۹۵۱ کال د پاکستان د صدراعظم نواب لیاقت علي خان د وژل کېدو باعث هم شو او له هغه را وروسته د دواړو هېوادو پر تاریخي حقایقو د ولاړ نه تعامل پر ځای د تشدد لار ونیول شوه چې د ورځې په تېرېدو سره ددواړو هېوادو اړیکي پسې خرابېدل. اصلاً انګلیس هم په لوی لاس غوښتل چې د دې دواړو هېوادو تر منځ اړیکي خړ پړ وساتي؛ ځکه انګرېزانو د یوه خاص شیطاني هدف په خاطر، د هند و پاکستان تر منځ د کشمیر مسأله لانجمنه پرېښوده او د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ مسأله بیا ان چې د افغانستان صدراعظم سپهسالار شاه محمود خان دا موضوع په لندن کې له انګرېزانو سره را پورته کړه، هغوی پرې هېڅ غوږ و نه ګراوه او بلکې لا منفي ځواب یې هم ورکړ. دا چې انګرېزانو دلته کوم سیاست چلول غوښتل په حقیقت کې یې په نوي تشکیل کړي پاکستان کې هم هغه کسان واک ته ورسول چې په لوی لاس یې خبره له یوه سوله ییز حالت نه د تخاصم خوا ته بېوله او متأسفانه په وروستیو وختو کې خو د پاکستان پوځ او استخباراتي کړیو همدا غلط سیاست تعقیب کړ او معلومه نه ده چې تر کومه به همداسې د شیطان پر خره سپاره وي.

هغه مهال یواځې همدا د ډېورنډ کرښې او محکوم او ازاد پښتونستان خبره وه؛ خو اوس پاکستان هم چې تر ډېره د ډېورنډ کرښې نه پورې غاړه پښتني ځمکې هضم کړې اوس له افغانستان سره د اوبو مسأله مطرح کوي. تر دې لیکنې میاشت یوه نیمه د مخه د پاکستان دمشرانو جرګې (سینټ) مشر دا خبره وکړه چې که د افغانستان حکومت د خپلو اوبو مهارولو ته اقدام وکړي؛ نو دا به د پاکستان پر خلاف په نامستقیمه توګه د جنګ د اعلان په معنا وي، پاکستان یو خو په څو ځایونو کې له ډېورنډ کرښې هم دې خوا ته قدم کېښود چې له هغې جملې نه په (۲۰۰۳) کې د مومندو «بهۍ ډاګ» د لاندې کولو مسأله وه. پاکستان د دې سیمې له لاندې کولو یوه ورځ د مخه د هلیکوپتر په وسیله پاڼې ووېشلې او د سیمې اوسیدونکي یې تهدید کړل چې که چا مزاحمت وکړ، بیا که هر څه ور پېښ و، مسؤولیت به یې پر خپله غاړه وي، بیا یې سیمې ته ګڼ شمېر ټانکونه را وستل، او پر سر یې هلیکوپترې ګرځېدې او دا سیمه یې لاندې کړه، یواځې د خوګاخېلو اوسیدونکو یو څه مقاومت وکړ؛ خو دا چې د افغانستان له خوا یې ننګه و نه شوه خبره همداسې پاتې شوه. ولسمشر غني خو نه دا چې د دې خبرې پوښتنه و نه کړه، چې لا نور پټپټاني یې هم ورسره شروع کړل. پر افغاني خاوره د پاکستان تجاوز اوس هم دوام لري چې د توغندیو را ویشتل یې ولی ثبوت دی.

همدارنګه له ایران سره د مرحوم امیر شیر علي خان له وخته اختلافات را روان وو چې بیا هغه وخت چې نایب سالار عبدالرحیم خان په هرات کې نایب الحکومه و دا خبره د یوه ترکي جنرال فخر الدین التایي په منځګړیتوب حل شوه او دا سرحدي کرښه د فخري کرښې په نامه مشهوره شوه؛ خو د ایران او افغانستان تر منځ هم د هلمند د سیند د اوبو د وېش پر سر اختلافات لا پر ځای پاتې شول. په ۱۳۵۱ کې چې په افغانستان کې شهید موسی شفیق او په ایران کې امیر عباس هویدا صدراعظم و او په دواړو هېوادو کې شاهي دوې وې، دا موضوع حل شوه، د ایران صدراعظم امیر عباس هویدا، کابل ته راغی او له صدراعظم شفیق سره یې یو ځای په دې اړه شوې موافقه لاسلیک کړه چې په دې توګه د دواړو هېوادو تر منځ جنجال حل شو. البته شفیق دا اراده هم لرله چې له پاکستان سره هم د خپل هېواد اختلافات په یوه سوله ییزه فضا کې حل کړي، خو د ۱۳۵۲ کودتا دا هیله همداسې نهیلې پرېښوده. اوس چې افغانستان په سیمه کې د یوه نیابتي جنګ کوربه دی او امریکا دلته وخت پر وخت د امتیازاتو د ترلاسه کولو له پاره چا ته زموږ خاوره بخښي، چا ته اوبه، او زموږ هېواد یې د مخدره موادو په جهاني مارکېټ بدل کړی او پر معدني زېرمو یې هم چور تالان ګډ کړی، ایران هم له دغه فرصت نه په استفادې سره له هغې موافقې نه چې په ۱۳۵۱ کې د دواړو هېوادو تر منځ شوې، ډېرې ښکاره سرغړونې کړي او پر دې سربېره د افغانستان هغه اقدامات هم ګواښي چې غواړي خپلې اوبه مهال کړي په داسې حال کې چې ایران باید هغو تخلفاتو ته ځواب ووایي چې د ۱۳۵۱ کال له توافقاتو نه وروسته یې کړي. متأسفانه دا مهال په افغانستان کې یو داسې حکومت نشته چې یا داخلي حالات کابو کړای شي یا بهرني، بس څه یې چې په وس پوره وي هغه پټې معاملې دي چې یا یې له یو شمېر کورنیو کړیو سره کوي، یا یې له ګاونډیانو سره او امریکا خو لا څه کوې، د امریکا خو اوس په نړۍ کې له هېچا نه هم سترګې نه سوځي. تاسې وګورﺉ له منځني ختیځ سره یې څه وکړل او دا اوس یې د تل له پاره د فلسطین د مسالې د غلې کولو له پاره کومې پایڅې را بډوهلي او د یوه نړیوال بدماش په څېره کې را څرګند شوی.

زه دلته یوه خبره کوم چې که افغانان پخپله را ویښ نه شي، او له دې اوسني حالته ځان خلاص نه کړي، سبا ته به سم نیمایي افغانستان د ګاونډیانو د خونړیو پنجو ښکار شوی وي.

په هر حال دا اوسني حالات ختمول غواړي.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t