زه څوک يم؟

زه څوک يم؟

لیکوال محمد نسیم حجازي

زه څوک يم؟ دا هغه سوال دی چه د نړۍ هر اوسيدونکی يي بايد له خپل ځان څخه وکړي ددې سوال څخه د انسان ظاهر نه بلکه د انسان باطن مراد دی ددې سوال په جوابولو سره انسان کولاي سي و هغه نعمت ته ځان ورسوي چه د الله تعالی له طرفه ده ته ورکړل سوی دی د نړۍ په تاريخ کي دا سوال هميشه با شعورو کسانو ته پيدا سوی دی و داسي کسانو ته چي د عقل او فطرت په لحاظ سليم پاته سوي وي داسي کسانو هميشه د نړۍ تر مخه د خپل ځان د پيژندنې کوښښ کړی دی او په نتيجه کي د نړۍ د کاميابترينو انسانانو په شمار کي راغلي دي بي شعوره کسان الله تعالی ددې سوال سره نه مخامخ کوي ځکه دهغوی اذهان محدود او د مقاصدو پر ځای پر خواهشاتو متمرکز وي يو شخص د يو عالم څخه پوښتنه وکړه چه څنګه کولای سو د ځان په اړه پوه سو هغه عالم ورته وويل چه يوه هفته بعد دغه سوال بيا راڅخه وکه کله چه هفته تيره سوه عالم ورغلی او پوښتنه یې ځني وکړه چه ستا سوال څه شي وو ده ورته وویل چه هغه زما هير سو نو عالم ورته وويل ته چه کوم سوال دخپل ځان سره يوه هفته نسي ساتلای نو قدرت هم تا ته د هغه جواب هيڅکله نه درکوي په طبيعت کي ټول مخلوقات د يو مشخص استعداد او مشخصي وظيفې سره پيدا سويدي چه انسان هم د طبيعت د يو جز په حيث د خاصو صلاحیتونواومسووليتونودرلودونکی وي خو متاسفانه انسان هيڅکله ځان ته نه دی متوجه سوی چه کوم استعداد لري او کوم مسووليت لري او هميشه د خپلو صلاحیتونو څخه غافل پاته سوی دی ځکه دانسان استعدادتر ډيره بريده د ټولني د رواجونو غلام پاته سوی دی په يو چا کي يو استعداد او شوق پروت وي مګر ټولنه او ماحول دی بلي خوا ته کشوي چه په نتيجه کي هغه هدف د کوم دپاره چه دی پيدا سویدی يو خوب او خيال پاته سي مثلاً يو انسان ښه استاد جوړيدلاي سي مګر دی په دکانداري اخته وي په بل چا کي د تجارت هنر پروت وي مګر دی په مسجد کي امام وي ځکه دی په دې نه وي خبر چه اصلا دی د څه شي دپاره پيدا سوی دی چه دا د انفرادي او اجتماعي ګډوډۍ او نه پرمختګ تر ټولولوی لامل دی خو کله چي انسان ځان ته ځير سي او خپل صلاحيتونه درک کړي نو بيا دی کار ته د کار په سترګه نه ګوري بلکه د شوق او عبادت په سترګه ورته ګوري او هميشه په خپل کار کي نوښتګر پاته کيږي او هيڅکله نه ستړی کيږي نو لنډه دا چي ژوند ډېر مختصر دی او دنيا ته دوهم وار راتګ نسته دغه د ژوند او ځان پيژندني موقع انسان ته يو وار په لاس ورځي نو د يو کاميابه او خوندور ژوند درلودلو لپاره انسان ته پکار ده چي خپل ځان ته متوجه سي او خپل صلاحيتونه درک کړي په دې کار سره به په ټولنه کي کار و اهل کار ته په اتومات ډول رسيدلی وي او په نتيجه کي به قدرت ده ته دوه نعمتونه ورکړي يو به يي خپل ځان موندلی وي بل به يي پر خپل ځان اعتماد پيدا کړی وي کوم چي د نړۍ اکثريت خلک ځني محروم دي



ليکني او ژباړي
t