نیویارک ټایمز: د ننګرهار پېښه کې ۱۲ امریکایي سرتېري وژل شوي

نیویارک ټایمز: د ننګرهار پېښه کې ۱۲ امریکایي سرتېري وژل شوي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د تېرې شپې د پېښې پر مهال د ۱۲ امریکایي سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکړی.
سرچینې د خپلو معلوماتو له مخې ویلي، چې دغه کسان یوه افغان کومانډو سرتېري وژلي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر بیا د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر ۷ تنه ښودلی.
ځایي چارواکو او نورو سرچینو لا څه نه دي ویلي.
ویل شوي، چې نښته د امریکایي ځواکونو او افغان کومانډو ترمنځ شوې وه.




t