ولي په هیواد کي د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی زیاتېږي؟

ولي په هیواد کي د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالی زیاتېږي؟

شبانه خوشحال د خوشحال خیریه بنسټ مشره

د ښځو د حقونو اخیستل او ورکول کومه معمولي خبره نه ده، چي فقط د ژبي پر سر تېره سي، ګڼ شمېر وګړي دا فکر کوي، چي له ښځو څخه په اخیستل سوو حقونو د دوی سر او اذهان نه خلاصېږي، یا هم دا وګړي فکر کوي، چي دوی له سره نه پوهېږي. په داسي حال کي چي هره ښځه د خپلو حقونو غوښتو ته تر بل هر څه ډېره لېواله ده او تل یې هڅه کړې، چي د خپلو حقونو تر څنګ يې له يو شمېر نورو جبرونو پرده پورته کړې. دا هغه کسان دي چي ښځه ورته د اولاد د زېږولو ماشین، د کور خدمتګاره او آن ځینو ته خو حتا د یوې وینځي په بڼه ښکاري، خو دې ته پام نه کوي، چي ښځه مور ده او ښځه هغه څوک ده چي د یوې کورنۍ په جوړښت کي یې شتون اړین دی. له بده مرغه دغه ناوړه دودونه په پښتني ټولنه کي تر بل هر ځای په زیاته کچه تر سترګو کېږي. کوم حقوق او صلاحیتونه، چي د اسلام مقدس دین ښځي ته ورکړي، ولي بدبختانه نن سبا ټول ترې اخیستل سوي او برعکس ښځه نن ورځ تر پوره تهدیدونو لاندي ده. له اسلامي اړخه، ښځه کولای سي تعلیم وکړي، خو نن سبا ښځه له همدې الله ج ورکړي حق څخه محرومه پاتي ده او ځیني خو لا د ښځو تعلیم یو ډول شرم ګڼي. داسي کورنۍ هم تر سترګو کېږي چي د خپلو لوڼو او خويندو د تعلیم پرېښودو ته کوچنۍ بهانه لټوي او تل هغه کوچنۍ پېښي ته سترګي په لاره وي، کومه چي د دوی د تعلیم د پرېښودو لامل کېږي. د خپلي خور او لور د راتلونکي ژوند په هکله دا فکر نه کوي، چي دا به مور کېږي او د دې د تعلیم له کبله به یوه کورنۍ د تعلیم اوبه وڅښي. له ټولني معلومېږي، چي نن سبا هره ښځه غواړي چي تعلیم وکړي او د هري نجلۍ د خیال ښاپېرۍ څو-څو ځله خپل ځان د ښوونکي، ژورناليستي او ډاکتري په جامه کي لیدلی. خو له بده مرغه د ډېری ښځو هغه خیالي نړۍ یې ورانه کړې، چي پر حقیقت بدلېدل یې اسانه او یوازي د ټولني جبر یې پر وړاندي خنډ دی. نه یوازي دا چي بې تعلیمه ښځي تر دې ډول محدودیت لاندي دي، بلکي ګڼ شمېر باتعلیمه ښځینه هم تر یو ډول فکري او ټولنیز محدودیت لاندي ژوند کوي. له هغه ډلي د هغو شاعرانو او لیکوالو مېرمنو یادونه کولای سو، چي دوی په خپلو اشعارو، یا لیکنو کي د خپلو احساساتو د لېږد پر ځای د نارینه وو احساسات لېږدوي، د ډېری ښځو لیکني، یا شعرونه که ولولو، نو داسي فکر به ونه کړو چي دا د یوې ښځي لیکنه ده. د دوی دا کړنه په ډاګه کوي، چي ښځه د نورو محدودیتونو تر څنګ پراخ فکري محدودیت هم لري. له تعلیم څخه را پدېخوا هره ښځه د ژوند د ملګري په ټاکلو کي خپلواکه ده، دا سمه ده چي د یوې نجلۍ واک د هغه د ولي سره دی، خو د یوې مشورې حق لري، خو اوس وخت دا حق هم ترې اخیستل سوی. چا ته چي د ژوند ملګری بل څوک ټاکي، د هغه به خوشحالي چېري وي! هغه به تعلیم ته څنګه پرېښودل سي! او کويې هیلي چي لري هغه ته رسېدل خو د خوب لیدل دي! د تاوتریخوالي او کورني جنجال یو عمده لامل همدا دی، چي د ښځو د راتلونکي ژوند پرېکړه نور کوي. ښځه چي زموږ په ټولنه کي یو بېوزله قشر دی د خپل وجدان او کورني عزت د ساتلو په موخه له ډېر څه تېرېږي او دا جرئت نه سي کولای چي له خپلو ټولو حقونو دفاع وکړي، خو له دې موقع څخه د دوی پلرونه او میندي هم ناوړه ګټه اخلي او د دوی په ورکړل سوو حقونو سترګي پټوي، چي دا کار په لوی لاس د خپلو لوڼو د راتلونکي ژوند خرابول دي. دا ستونزه زموږ په ټولنه کي له پخوا څخه سته؛ خو دا چي ولي یې د پخوا په پرتله اوس پایلي خرابي دي، ښایي یو علت یې دا وي چي تقاضا د وخت په تېرېدو او بدلېدو تغيیر کوي. مخکي د ښځو ژوند تر دې هم محدود و او د خپلو حقونو د غوښتو په پار یې هيڅ غبرګون نه سو ښودلای، خو اوس وخت بدل سوی او ښځو څه ناڅه دا جرئت پیدا کړی، تر څو خپل حق وغوښتلای سي، ممکن دا ستونزه په راتلونکي کي لا خرابي پایلي ولري. د دې تر څنګ، نن سبا په پښتني ټولنه کي د ښځي پر سر د تجارت مسئله هم ګرمه روانه ده چي په هره سیمه کي یې قيمت معلوم دی او پلرونه یې ورباندي د ولور په نامه بنډل-بنډل پیسې اخلي. که فکر وکړو، نو په ټولنه کي د بدمرغۍ تر ټولو لوی لامل همدا دی. نه یوازي دا چي ښځه د تجارت وسیله ده، بلکي پښتانه د بدیو په ختمولو کي هم ورڅخه ګټه اخلي. جرم ورور، یا پلار وکړي، خو قرباني خور، یا لور ورکوي. خلک د خپل جرم په بدل کي مقابل لوري ته خپله لور، یا خور ورکوي، تر څو د دوی تر منځ بدي له منځه لاړه سي، چي دا کړنه د دیني جرم تر څنګ، یو ډېر لوی ټولنیز جرم هم دی. زموږ د ټولني ځيني وګړي په دې عقیده دي چي ښځه په نوره نړۍ کي هم د دې ډول محرومیتونو سره مخ ده. حال دا چي داسي نه ده، هلته ښځو ته د دوی د مقام سره سم خپل حق ورکړل سوی او دا د دې لامل سوی چي دوی خپله کورنۍ او ټولنه له ستونزو لېري ساتلې ده. که له چا سره دا فکر پیدا سي، چي په نوره نړۍ کي د امکاناتو په اساس، ښځو پرمختګ کړی او خپل حق یې ترلاسه کړی، نو هغوی ته په زغرده ویلای سو چي نن سبا زموږ د ټولني ډېری ښځینه زده کړو ته لاسرسی لري او دغه راز هر څوک د ښځو د نورو حقونو په ورکړه کي هم خپلواک دي. زموږ د ټولني توپیر له نوري نړۍ سره یوازي په دې کي دی، چي هغوی ښځي ته د ښځي په سترګه ګوري او خپل حقوق یې ورکړي دي. که څوک غواړي ښه ژوند وکړي او راتلونکی یې له ستونزو سره مخ نه سي، باید ښځو ته خپل حق ورکړي. ښځو ته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړي، د هغه چا په سترګه ورته وکتل سي چي د ټولني او کورنۍ په سمون کي رغنده رول لري، دا چي ځيني خلک د خپلو اولادونو پر سر پیسې اخلي او یا یې په بدو کي یې ورکوي؛ نو د خپل دې ډول تجارت پر ځای نوري لاري ولټوي او که د خپل ژوند د ملګري په ټاکلو کي پوره خپلواکي نه ورکوي، حداقل خو دي د مشورې حق ورکړي، تر څو مو ټولنه له یوه بد او تیاره حالت څخه د روښنایۍ په لور راووځي. دا چاره نه یوازي زموږ د ژوند سمون دی، بلکي څه چي په اسلام کي راغلي، د هغه پابندي او منل هم دي. د دې ستونزي له منځه وړل، د هر مسلمان اسلامي او وجداني دنده ده.

هیلۍ اسد خبریاله او لیکواله

افغانستان یوه داسي نرواکه ټولنه ده، چي په پېړیو-پېړیو یې د کور او ژوند له مسایلو نیولې بیا د حکومت تر لوړو پوستونو پوري واک له نارینه وو سره و. افغانستان د ښځو لپاره یوه داسي ټولنه وه چي ځیني مجبوریتونه یې د خپل کلتور او ژوند یوه برخه حساب کړې وه، مثلاً ښځه باید د یو نارینه ملکیت واوسي، د ښځي ساتنه او پالنه باید هر وخت نارینه وکړي، ښځه باید په خپله خوښه د ژوند او کار یادونه ونه کړي، ښځه باید د خپل پلار، ورور او خاوند په مقابل کې ونه درېږي او همداسي نور ډېر مجبوریتونه… دغه راز مجبوریتونو منل او دا څه په کورنیو کي په یو کلتور بدلېدل د دې لامل سوي وه چي د ښځي ږغ پورته نه سي او دغه د ښځو پر وړاندي هر ګړی او کېدونکی ظلم له کوره ونه وځي… له ۲۰۰۱ کال راهیسي کله چي په افغانستان کي د طالبانو حکومت ړنګ او دلته د ناټو غړي هیوادونه او د ښځو د حقونو لپاره د غرب ځیني پروژې راغلې او بل پلو د طالبانو د حکومت پر مهال ښځي ډېري په کورنو کي بندي وساتل سوې، نو د ښځو یو ځل بیا دې ته علاقه مندي چي له کوره ووځي او د بهرنیانو د پلي کېدونکو پروژو لامل سوې چي ښځي د کورونو هغه کلک منلي کلتوري مجبوریتونه مات او له کوره د وتلو، د خپلو حقونو، کار او ژوند ږغ پورته کړي، همدغه ږغ پورته کول او د کورنیو غبرګون د دې لامل سو چي د ښځو د تاوتریخوالي په نوم دغه ستونزي ډېري او په ټولنه کي عامي س،ي کنه اوس چي په افغان ټولنه کي د ښځو د تاوتریخوالي تر نامه لاندي په ښځو د کوم ظلم او وحشت تصویرونه خپرېږي او ږغ پورته کېږي دا څه مخکي هم وه او آن تر دې ډېر وه، خو نه ښځه ټولني ته راوتلې وه او نه رسنۍ او په دې برخه کي فعالان او کارکوونکي وه. نو زما په نظر، کله چي د یو کار لپاره د مبارزې او یا د هغه د ختمېدو خبره کېږي حتماً له ځان سره مختلف او جدي غبرګونونه لري او یوازینۍ حللاره یې دا ده چي دغه ږغ او مبارزه ورو او په تدریجي ډول وسي. په کورنیو کي عامه پوهاوی او د ښځو له لوري په ارامه قناعت به د دې لامل سي، تر څو دغه ظلم دوام ونه کړې.

رنګینه انوري خبریاله

په افغانستان کي د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالي د پام وړ پرمختګ کړی او ډېر سوی. بې سوادي، جنګ او جګړو، ناوړه دودونو او رواجونو، په بدو کي د نجونو ورکړه، منفي نظريات او د اسلام د مبارک دين څخه ناخبري او ناوړه استفاده او همدارنګه د ښځو د پرمختګ په برخه کي د دولت نه توجوع هغه ستونزي دي چي د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی زيات کړی. په لېرو پرتو سيمو کي د ښځو لپاره د تعليم زمينه نه برابرول او ښځو ته د دوی پر حقونو باندي معلومات نه ورکول هم يو ډول ظلم بلل سوی. افغانستان هم يو له هغو هيوادونو له جملې څخه دی چي د ښځو لپاره پکي کار کول، زده کړه کول او په خپله خوښه د واده کولو تصميم ورته بې غيرتي ښکاري او د خلکو د تند غبرګونونو سره ښځي مخه کوي او د هر څه حق د مېرمنو څخه اخيستل کېږي او همدارنګه يو بل اساسي لامل د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي اقتصادي ستونزي دي چي بايد ووايم چي په دې برخه کي هم د مېرمنو لپاره بنسټيز کار نه دی سوی، تر څو مېرمني وکولای سي د بېلابېلو برخو په مرسته غوره اقتصادي عايدات ولري او خپل د ژوند د پرمختګ لپاره کار وکړي. که څه هم ډېري پروژې د مېرمنو د اقتصادي پرمختګ لپاره پلي سوې، خو متاسفانه دا پروژې د فساد ښکار سوې او مېرمنو ته يې خاصه ګټه ونه رسېدله او ځينو غيرتمنو وروڼو ته د ښځو وهل او ټکول، د ښځو سپکاوی او د پرمختګ مخه يې نيول غيرت ښکاري او څومره چي واک او انرژي ولري د ښځو د پرمختګ مخه نيسي. د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی يوازي په کورونو کي د دوی وهل او ټکول نه، بلکي په ټولنه کي هم د دوی پر وړاندي تاوتريخوالی شتون لري، لکه په کار ځای کي مېرمنو ته بېلابېل الفاظ کارول، کوم چي د مېرمنو پر ذهن باندي منفي تاثير کوي او همدا راز د دوی د کارونو پر وړاندي خنډونه جوړول، تر څو خپله دنده پرېږدي. په ټولنيزو رسنيو کي ښځينه فعالينو ته سپک الفاظ کارول، د دوی د مبارزو مخه نيول او پر وړاندي تند غبرګونونه ښودل چي داسي حالت په رښتيا هم د انډېښنې وړ دی چي دولت يې بايد مخنيوی وکړي او د مېرمنو ملاتړ دي وکړي. د ډېرو ستونزو او تاوتريخوالي له کبله ځيني مېرمني ځان وژني ته اړي کېږي او ځيني د کور پرېښودلو ته، خو متاسفانه دولت د دوی د امن ساتلو په موخه په ولايتونو کي د امن خوني نه لري چي دا هم ښځي مجبوره کوي، تر څو په تاوتريخوالي کي ژوند وکړي.

نسيمه باري ليکواله

دا چي ولي ورځ تر بلي په هيواد کي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي کچه لوړېږي بېلابېل لاملونه لري. زما په اند، يوه عمومي ستونزه چي زه غواړم په اړه يې څه ووايم، هغه په هيواد کي اقتصادي ستونزي دي. د دغو اقتصادي ستونزو له کبله اکثره زموږ په ټولنه کي تاوتريخوالی رامنځ ته کېږي، چي هغه په کورنيو کي د خاوند او مېرمني تر منځ، د پلار او زوی تر منځ، د مور او لور تر منځ او حتا د اولادونو او والدينو تر منځ لا مشکلات رامنځ ته کېږي. که چېري ښځه له خپل خاوند څخه غوښتنه وکړي د يو شمېر ضررتونو د پوره کېدو لپاره، نو خاوند يې نه سي کولای چي د اقتصادي ستونزو له امله د خپلي ښځي ضرورتونه ورپوره کړي، طبعي خبره ده چي دلته تاوتريخوالی رامنځ ته کېږي. يو هلک دی، پلار يې کوزده ورته کوي، ولي ولور ډېر جګ وي، نو دی بايد پيسې وګټي، تر څو ځانته ولور برابر کړي، کله چي ولور نه برابريږي، يا دغه هلک له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي، يا ډېر وخت بېکاره وي، نو هم ښکاره ده چي په دې کورنۍ کي ستونزي رامنځ ته کېږي او دې هلک ته پېغورونه ورکول کېږي چي ته کار نه کوې، ته بېکاره يې، کوزده مو درته کړې ده، ولور درباندي پاتي دی… نو طبعي خبره ده چي دغه هلک مجبوره دی چي مسافري به پر ځان وړي، خواري به پر ځان وړي، له وطن څخه به لېري کېږي او بالاخره کله ناکله ځوانان داسي کارونو ته لاس اچوي چي هغه نه بايد دوی وکړي. له زده کړو څخه بې برخي پاتي کېدل هم يو لوی لامل دی چي دلته خلک تعليم نه لري، پوهه نه لري، اصلاً په اسلامي احکاماتو باندي دوی خبر نه دي، دوی تر اسلام کلتور ته ډېر ارزښت ورکوي، دوی د کلتور تابع سوي دي، نو دلته هم تاوتريخوالی رامنځ ته کېږي. که چېري دلته هر هغه کس، که هغه نر وي، که ښځه، هغه اسلامي حقونه، هغه بشري حقونه، چي دوی ته خدای ج ورکړي دي، دوی ته اسلام ورکړي دي، که چېري هغه هر يوه ته ورکول سي او عملي سي، نو زه فکر کوم چي په کورنيو او ټولنه کي به د مېرمني او خاوند تر منځ او په مجموع کي د ښځو پر وړاندي هيڅ تاوتريخوالی رامنځ ته نه سي. دا ټوله د پوهي د کچي ټيټوالی دی، پوهه نسته، د عامه پوهاوي لپاره سم کار نه دی سوی، که کار سوی دی هم اساسي نه دی، فقط پروژيي کارونه دي، فقط د کاغذ پر مخ باندي کار سوی دی او هغه هم د څو محدودو کسانو لپاره. زموږ د ټولني زياته طبقه په ولسواليو او لېري پرتو سيمو کي ژوند کوي، نو د دې لپاره اړينه ده چي هغو کسانو ته عامه پوهاوی ورسېږي، دغه کسان پوهه سي، ځکه زياتره د تاوتريخوالي قضيې د همدغو کسانو لخوا رامنځ ته کېږي. که چېري موږ په باسواده کورنيو کي وګورو، نو د تعليم ډېر لوړوالی هم کله ناکله د تاوتريخوالي سبب ګرځي، ځکه دلته که چېري ښځه ډېره باسواده سي، نو غوښتني يې زياتېږي او دا هم په يوې داسي کورنۍ کي چي په اقتصادي ضعف ولري، د خاوند تعليم يې کم وي، نو کله ناکله بيا په ځينو حالاتو کي دا ښځه سمه ګوزاره نه ورسره کوي، چي دلته بيا هم تاوتريخوالی رامنځ ته کېږي.

ملاله میوند خبریاله او د ښځینه حقونو فعاله

افغانستان یو له هغه هیوادونو نه دی چي د مېرمنو پر وړاندي پکي د تاوتریخوالي کچه ‌‌‌‌‌‌ډېره لوړه ده. که څه هم د نوي نظام په راتلو سره هیلي زیاتي وې، چي د مېرمنو پر وړاندي به تاوتریخوالی راکم او یا هم بېخي له منځه ولاړ سي. د همدې لپاره چي مېرمني له خپلو حقونو نه برخمني سي، نړیوالي ټولني او افغان حکومت په بېلابېلو نومونو د مېرمنو په نوم پروژې تطبیق کړې او لا هم لګیا دي. که څه هم د پخوا په پرتله د مېرمنو په ژوند کي لږ بدلون راغلی، مثلاً زده کړیز، روغتیایي، کاري او نورو مراکزو ته لاسریي لري، په سیاسي برخه کي هم څه ناڅه ونډه لري، خو د دې ټولو سره-سره په دې وروستیو کي د مېرمنو پر وړاندي تاوتریخوالي زور اخیستی دی، چي لاملونه یې هم د مېرمنو په نوم پروژو نه ناوړه ګټه اخیستنه، د مېرمنو له لوري د هغه حقونو غوښتنه چي د اسلامي او افغاني ټولني سره په ټکر کي وي، نارینوو او ښځینوو د زده کړي کچي ټيټوالی، ناوړه دودونه، ناامني، په بېلابېلو چارو کي د مېرمنو نه د یو ابزار په توګه ګټه اخیستنه، ناسم کاري چاپېریال، په اداراتو او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول په عدلي او قضایي اداراتو کي د فساد شتون، د مېرمنو د خپلو حقونو نه ناخبري، د قانون سم نه پلي کېدل او داسي نور د دې لامل سوي، تر څو د مېرمنو پر وړاندي د تاوتریخوالي کچه ‌‌‌‌‌لوړه کړي. که افغان حکومت او نړیواله ټولنه په پورته برخو او بالخصوص د سولي په پروسه کي د ښځو حقونو ته پاملرنه ونه کړي، نو خدای ج مه کړه د مېرمنو پر وړاندي به د تاوتریخوالي کچه د دې پر ځای چي ټيټه سي، نوره به هم لوړه سي، چي بیابه یې مخنیوی د ټولو له وس نه پورته خبره وي.

سعیده فيضي د زابل ولایت اوسېدونکې

له بده مرغه موږ هر کله دا بدرګه کوو چي ښځه مور، خور او لور ده او بايد احترام يې وسي، خو په ټولیزه توګه داسي هيڅ هم نسته او ښځه لا هم د يوه وروسته پاتي موجود په توګه رټل کېږي، چي دا يوه بده پدیده ده. له بلي خوا په افغانستان کي ورځ تر بلي پر ښځو باندي د ظلم او رټلو او نورو تاوتريخوالو پېښي زياتېږي، چي دا تر ټولو يوه خواشينوونکې مسئله ده. ښځي اضافي حقوق نه غواړي، يوازي د اسلام دوستي او انسان په سترګه کتل ورته غوره دي، اما داسي نه کېږي. په حقوقي ډول هيڅ يوه خور د خپل حق څښتنه سوې نه ده او نه هم ورته په کومه سترګه کتل کېږي. بيا هم بايد له بده مرغه ووايم، چي بې سوادي، نارينيزم او نرواکي د لته د ښځو اسلامي او انساني حقوق تر پښو لاندي کړي او ښځي يې بد حالت ته رسولي. زه خپله په دې نظر نه یم، چي بايد ښځي په بې حجابۍ لاس پوري کړي او يا هم بايد په دفترونو کي پر لوړو پوستونو کار وکړي، زه یوازي غواړم چي ښځي ته په خپل کور کي د انسان په نظر وکتل سي او خپل حق  ورته ورکړل سي او داسي فکر ورته ونه سي چي ګواکي دوی تر نارينه په رتبه کښته دي.



افغانستان تاوتريخوالی ټاټوبی او خلک ښځې

تبصره وکړئ

avatar
t