کله چې د څه په اړه فکر یا تصور کوئ هماغه کیږي!

کله چې د څه په اړه فکر یا تصور کوئ هماغه کیږي!

دا څو لاملونه لري!
۱ـ منفي کړنې او تصور ، کله چې د یوڅه ، یو چا په یا یو کار په اړه فکر یا تصور کوئ او همغه شان کیږي ، نو دا ستاسو په خپل ځان بې باوري ده او همدا بې باوري ستاسو د ماتې یا هم د هغه څه په اړه چې فکر کوئ سم نه کیږي …
لکه یو وخت ازموینه ورکوئ یا کوم کار ترسره کوئ او تاسو ډار لرئ ، چې دا مسولیت یا دا کار سم نشم کولای ، نو همدې ډار پایله دا کیږي ، چې تاسې پاتې راځئ او خپلې موخې ته نه رسیږئ یا هم د زیاتو جنجالونو سره مخ کیږئ …

د دې مشکل د حل لپاره باید موږ تل مثبت فکر ولرو ، تل په ځان باوري و اوسو ، همیش خپلو موخو ته د رسیدو په برخه کې ماته ونه منو …

۲ـ تل بریالي کیدل ـ ډیری وخت مو همدا تصور او فکر لرو ، چې زه دا دنده ، کار او کړنه ترسره کولای شم ، کله چې موږ ته مسولیت راکول کیږي ، نو پایله یې اکثره مثبت وي …
تاسو وګورئ!
د هر کار او دندې په ښه ترسره کولو سره موږ د راحت احساس کوو دا په اصل کې هغه باور دی ، چې په ځان او خپل استعداد یې لرو …
ستاسې لوړ افکار او لوړې موخې ستاسې د بریالامل ګرځي!
که نور اشخاص ستاسې باور هرڅوک مات کړي تاسې ته دومره زیان نشي رسولای ترڅو ، چې تاسې ماته ونه منئ!

۳ـ د نورو له تجربو او ماتو درس اخیستل ـ د نورو تجربې تاسې سره دا همکاري کوي ، چې تل په ځان ډاډه اوسئ او د ویرې احساس ونه کړئ همدا راز هغه کسان ، چې ماته مني یا هم مات شوي وي باید د هغوي د ژوند له رازونو خبر و اوسو تر څو موږ د هغوي په برخلیک اخته نه شو …

۴ـ د ځان د کمزوریو پیژندل او د هغه کمزوریو حل لارو باندې غور کول ، نورو دوستانو او عالمانو څخه په دغه برخه کې لازمې مشورې اخیستل ، ترڅو د ځان په اړه پوره معلومات ولرو هغه کمزورۍ ، چې حل کول یې اړین او اسان وي حل کړو او د دې سره ، سره په خپلو کمزوریو اګاه و اوسو …دلته یو مشکل دا هم دی ، چې ډیری لوستي کسان د خپل ځان په اړه فکر نه کوي ، چې ایا زه کوم د کمزوریو ټکي لزم! ؟

۵ـ ډاډ ګیرنه ـ موږ باید په خپل ژوند کې یو داسې څوک ولرو ، چې د خپل ژوند هر مشکل ، درد ، ستونزه او د ژوند حال شریک کړو ، دا کار د دې لامل کیږي ، چې هغوي موږ ته ډاډ راکړي یا زموږ لاس نیوی وکړي او دا چاره به زموږ د بریا او د رواني ستونزو د حل اساسي او مهمه لاره ده …

۶ـ اړیکه ـ ډیری وخت قوي حافظه او غښتلي اړیکه هم ستاسو د بریا لامل ګرځي ، ځینو حالاتو ته شاید ستاسو په ذهن کې یو څوک تیر شي ، نو شیبه وروسته هغه راځي ، دا ستاسو د ذهن قوت ښایي ذهني کشش اکثره وخت د محبت او مینې پربنسټ هم کیږي …د هغه چا سره ، چې نږدې او ښه اړیکې ولرئ ، نو ستاسو تصور بیا د هغه خلکو په هکله ډیری وخت سم وي …

نورو ته هیڅکه اجازه مه ورکوئ! چې ستاسو په ژوند کې لاس وهنه وکړي یا درته خنډونه جوړ کړي …

داسې خلکو ته هیڅ ارزښت او وخت مه ورکوئ! .

عزیزالله عزیز

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t