‎اړیکې څومره مهمې دي!؟

‎اړیکې څومره مهمې دي!؟

‎زموږ یو ملګری دی د پوهنتون نه اوله نمبره فارغ شوی دی، استعداد یې په خپل مسلک کې د پام وړ دی خو دا څو کاله کیږي چې فارغ دی خو لا تر اوسه یې دنده نه ده پيدا کړې، هر ځای چې د ده له مسلک سره سم بستونه اعلان شي سي وي ورلیږي خو تر اوسه یې له مقابل لوري نه هیڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی.‎یوه ورځ یې راته کیسه کوله چې دومره سي وۍ مې بیلابیلو ادارو ته لیږلي دي لکه د واده بلنلیکونه! دا ځوان استعدا لري په خپل کار پوه دی د نني عصر سره هم عیار دی خو یو څه نلري چې هغه اړیکې دي!!‎په نني پېر کې له هر څه زما په اند اړیکې مهمې دي که څوک یې ولري خپلې موخې ته د هغې په واسطه ځان رسولی شي خو که یو څوک ماسټر وي، استعداد یې ‌‌‌‌‌‌ډېر وي او په خپل کار پوه هم وي او اړیکې ونلري خپل استعداد به یې داسې وېلې کړي لکه تیزاب چې یو څه وېلې کوي هغه وخت خپله پوهه او استعداد په تیزابو ورته بدلیږي چې په خپل ځای او وخت ونه کارول شي.‎موږ ‌‌‌‌‌‌ډېری وخت په ټولنیزو رسنیو کې وینو چې ليسانسه خلک په بازارونو کې کراچۍ چلوي ددې خلکو یو علت د اړیکو نشتوالی دی، دوی فکر کوي چې زه په کادر کې فارغ شم بیا به ماته خلک زارۍ کوي چې هله راشئ زموږ سره په اداره کې کار وکړئ نو دوی خپله تحصيلي دوره یوازې له خپلو نوټونو او هوایي سوچونو سره تیر کړي.‎د لوړو زده کړو دوره یوازې فکر کوم د دې لپاره نه ده چې یو زده کړیال دې د خپلو چپټرونو سره تیره کړي په دې زمان کې باید دوی اړیکې هم جوړې کړي. په نني عصر کې اړیکې ‌‌‌‌‌‌ډېرې اسانې هم جوړیدلی شي، اوس هغه وخت نه دی چې هر چاته کور دفتر او یا بل ځای ته ورشې ترڅو لیده کاته ورسره وکړې نن سبا هر څوک د انسان په ورغوي کې دي، اوسنی وخت د انټرنټ وخت دی چې له دې لارې ښه اړیکې جوړیدلی شي .‎په دې پير کې خلک استعدانونه هم د همدې ټولنیزو رسنیو په تله کې تلي له همدې لارې ادارو او بیلابیلو دندو ته ګومارل کیږي نو که څوک وغواړي له ‌‌‌‌‌‌ډېر لارو په ژوند کې اړیکې جوړولی شي او په همدې اړیکو ځانونه د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسولی شي. په ژوند کې اړیکې داسې دي لکه د زینې اړکي چې څوک ‌‌‌‌‌‌یې ډېر لري د ژوند په زینه کې ‌‌‌‌‌‌ډېر بره تللی شي خو که څوک دا اړکي [اړیکې] ونلري لکه ونه به په یو ځای اوړی ژمی تیروي ځکه په دې وخت کې اړیکې اړکي دي، پښې دي او لاسونه دي چې انسان یې باید د ښه ژوند لپاره جوړې کړي او ضرور یې باید ولري.‎زه داسې خلک پيژنم چې نه دومره سواد لري نه استعدادنونه او نه په کار پوه دي خو په لوړو پوستونو کې کار کوي شاید پوه او د استعداد خاوندان د داسې خلکو په لیدو ځان ته یو منطق وړاندې کوي؛ هغه هم واسطه! دې ځوانانو ته دې وویل شي چې ته لایق په کار پوه ولې واسطه نلرې؟ شاید ځوابونه یې بیلابیل وي خو زه وایم چې تاسو ځکه واسطه نلره لرئ چې اړیکې نلرئ که تاسو اوس هم وغواړئ وخت نه دی تیر، کولی شئ اړیکې جوړې کړئ بیا دندې واخلئ هلته ځانونه ثابت کړئ له دې فلتر وروسته به بیا تاسو د اړیکو څښتنان هم مات نه کړي.
ابراهیم ایمان

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t